24 May 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په هرات کې دکانکور ازموينه واخستل شوه

په هرات کې دکانکور ازموينه واخستل شوه

هرات باختر د غبرګولي دريمه : په هرات ولايت...

دشهيدان شويو پوليسو له شلوکورنيو سره مرسته وشوه .

کابل باختر د غبرګولي دريمه : په زابل ولايت کې پرون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دستراتيژۍ مصوبه نظر غوښتنې ته وړاندې شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ثور ٢٦:
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپنځه کلنې ستراتيژۍ  دمسودې په باب  نن په دغه وزارت کې غور او څيړنه وشوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري خبرې وکړې اوزياته يې کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دپنځه کلنې  ستراتيژۍ  دبډاى کولو په خاطر دپوهنتونونو استادان ، دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت رييسان راغونډ شوي دي چې ددغې مسودې په باب غور او څيړنې وکړي .
  پوهاند باوري په دې ستراتيژۍ  کې  دوه څيزونه مهم وبلل ،لومړى  داچې ددغې ستراتيژۍ روح او روان بايد د وطن دوستي  روحيه وي اوبله داچې ستراتيژي  بايد په داسې ډول تدوين شي چې ښه عملي اړخ ولري .
  وروسته برخه والو داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دتقنين  اوپاليسۍ دچارو سلاکار دلاور نذير زوي په مشرۍ  ددغه وزارت دپنځه کلنۍ  ستراتيژۍ  دمسودې په باب  غور اوڅيړنې وکړې .
نذير زوى وويل چې دغه ستراتيژۍ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دامکاناتو او ظرفيتونو په پام کې نيولو سره جوړه شوې ده او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغې ستراتيژۍ  دعملي کيدو په باب  زياته پاملرنه کړې ده .
وروسته دالبيروني پوهنتون استاد ډاکتر فريد احمد منيب دموضوع په باب خبرې وکړې اوبيا  برخه والو ازادې خبرې  وکړې  او په دې برخه کې يې خپلې نظريې  شريکې کړې .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پنځه کلنه  ستراتيژي  ددغه وزارت دچارو دلاښه اجراکولو په موخه برابره شوې ده او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په راتلونکو پنځو کلونوکې ددغې ستراتيژۍ  په تطبيقولو مکلف دى .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.