22 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په ننګرهارکې له۴۵۶ بېځايه شويوکورنيوسره مرسته وشوه

کابل \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : په ننګرهار ولايت کې له۴۵۶ بېځايه...

يو ځوان محصل په بدخشان کې ځان وواژه

فيض آباد \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : يو محصل نن غرمه په...

د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون پنځه تنه مقامات له کاره ګوښه شول

کابل\باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د انتخاباتي شکايتونو کميسيون، د دغه کميسيون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اعلاميه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر د غويي دمياشتې  ٢٧ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اعلاميه !
د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت د ننګرهار په ملي راډيو ټلويزيون د بريدغندنه کوي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اساسي قانون د څلور ديرشمې مادې او د ټوليزو رسنيو د قانون د څلورمې مادې له مخې د بيان آزادي د هر افغان حق دى او دا آزادي بايد د هيچا له لورې سلب نه شي.
نن يو ځل بيا د بيان آزادۍ  نه زغمونکو دا ثابته کړه چې دوى د حقايقو د اوريدو زغم نلري او همدا رنګه  د ولس او دولت ترمنځ د رامنځته شوي پله د ويجاړولو  هوډ لري او هغه ستره لاسته راوړنه چې دا هېواد يې د بيان په آزادۍ کې د سيمې په کچه لري ورته د زغملو وړ نه ده، نو له همدې امله رسنۍ تر بريد لاندې نيسي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بيان د آزادۍ خفه کوونکي او چپ کوونکي غندي او ورته د عدلي او قضايي ارګانونو له لورې د جزا غوښتنه کوي.
په همدې ډول د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ننګرهار د ملي راډيو ټلويزيون د ننني بريد په مهار کولوکې د افغانستان د ملي امنيتي ځواکونو زړورتيا او ميړانه ستايي چې د پيښې سيمې ته يې په وخت خپل ځانونه رسولي او سيمه يې تر خپلې ولکې لاندې را وستې ده.
زمونږ خبريالان او رسنۍ له خپل هېواد سره د هغې بې کچې مينې له امله چې لري يې، دا ډول بريدونو ته ځانونه تسليم نه کړي او خپلو مسؤليتونو ته نور هم بايد ځير شي او خپلې دندې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانينو په چوکاټ کې مخ ته بوځي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.