25 July 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هېواد دامنيتي ځواکونو دهڅونې اوملاتړ په موخه په بلخ کې دمشاعرې غونډه جوړه شوه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

_    مزارشريف  \ باختر دغويي دمياشتې  ٢٩ :
دبلخ  د وګړني پاڅون دفرهنګي او ادبي مرکز له خوا پرون  دهېواد د امنيتي ځواکونو دهڅونې او ملاتړ په موخه  دنور  دغونډو په تالارکې د مشاعرې غونډه جوړه شوه .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  په دې غونډه کې دبلخ د ولايت دمقام استازي ،  دبلخ ولايت داطلاعاتواو فرهنګ رئيس  صالح محمد خليق ،شاعرانو ، ليکوالو ،اديبانو او فرهنګيانو ګډون کړي وو.
لومړى د وګړني پاڅون د فرهنګي او ادبي مرکز رئيس  ذبيح الله احساس  دوسله وال پوځ دسرتيرو او منسوبينو درول او دريځ په باب خبرې وکړې.
په دې غونډه کې شاعرانو خپل هغه شعرونه چې دامنيتي ځواکونو د اتلوالۍ په باره کې يې برابر  کړې و ، ولوستل .
دغه راز ماشومانو  سرتيرو ته   دګلانو دګيډيو په ورکولو اوپه  هغوى دګلانو په شيندلو سره  دشاعرانو هرکلى وکړ.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.