26 September 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

اته لس ميليونه ډالره ليلاميږي

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ٤ مه: مرکزي بانک...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دځوانانو دچارو معينيت : ځوانانو ته د پور زمينه برابره کړه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو دچارومعين  ډاکتر کمال سادات  نن له اکسچنجر زون شرکت سره  دهمکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  ددغه تفاهم ليک  دلاسليک کولو په مراسمو کې  په داسې حال کې چې دعامه اړيکو په چارو کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکارې  ليلا ساماني  هم برخه لرله  دځوانانو دچارو  معين څرګنده کړه چې ددغه تفاهم ليک له مخې ،  د اکسچنجر زون شرکت اړو ځوانانو ته  دزده کړې دپرمخبيولو او دکار دپيداکولو په خاطر پور ورکوي .
  ډاکتر سادات  له اړو ځوانانو څخه وغوښتل چې له دغه فرصت څخه په استفادې سره   چې دځوانانودچارو دمعينيت له لارې  ددغه شرکت په همکارۍ  برابر شوې ده  ، دخپل ژوندانه  په حالت کې  مثبت بدلون  رامنځته کړي .
  دغه راز  دځوانانو دچارو معين  دځوانانو دژوندانه دحالت  دښه والي په  خاطر  ددغې ادارې  دپروګرامونو په اړوند معلومات ورکړل .
دغه راز په دغو مراسمو کې د اکسچنجر زون شرکت  مسوول  محمد ظريف  امين يار  ددغه بنسټ  دفعاليت دڅرنګوالي په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل  چې دغه شرکت اړو ځوانانو ته  دهغوى داړتيا له مخې دتحصيل دپرمخ بيولو او دکار دپيداکولو په خاطر  پور ورکوي .
  ده زياته کړه چې لنډ مهال او اوږدمهال پورونه  هغو ځوانانو ته ورکول کيږي چې دټاکلې مودې له تيريدو وروسته  شرکت ته دهغو دبيرته ورکولو توان ولري
  ده څرګنده کړه چې داکسچنجر زون شرکت ځوانانو ته  يولړ روزنيز پروګرامونه هم جوړوي  چې ځوانان به  په دې  بريالي کړي  چې څه ډول  له خپلو پيسو څخه  دکار دپيداکولو  په خاطر  استفاده وکړي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.