فاضل سانچارکي : په پرمختيايي پروژو دې تمرکز وشي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي  نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخپرونو دچارو  دمعينيت  درييسانو او دويب سايتونو  دتخنيکي برخې  دمسوولينو په غونډه کې وويل : دپرمختيايي پروژو په پلي کولو دې زياته پاملرنه وشي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې  دپرمختيايي پروژو  دپلي کولو او دنشراتي برخې دويب سايتونو دپراختيا په باب  دخبرو تر څنګ  دباختر اژانس په خبرونو دموبايل تيلفونونو دخاوندانو  دلاس رسۍ  دمسئلې په باب  غور وشو .
  دغونډې په پاى کې دخپرونو دچارو معين د تخنيکي برخې درييسانو اومسوولينو  ستونزې هم واوريدې .

back to top