18 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دعينکو دمسو دپروژې دکيندنو سندونه داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپارل شول .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
ديونسکو  دفرهنګي برخې استازي  دعينکو دمسو پروژې  دکيندنو سندونه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري ته وسپارل .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دغو مراسمو کې  په داسې حال کې چې  دعامه اړيکو په چارو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکاره او دملي موزيم رييس  محمد فهيم رحيمي  هم حاضر و ،   دعينکو دمسو دپروژې سندونه  ديونسکو دفرهنګي برخې داستازي  عمراخان مسعودي له خوا  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ته  وسپارل شول .
په دغومراسمو کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري  ددې تر څنګ چې  دعينکو دمسو دپروژې په اړوند  دنړيوال بانک  ، يونسکو او دکانونو وزارت  دهمکارۍ له امله قدرداني وکړه ، څرګنده کړه چې په دغو سندونوکې دخاورې او چاپيريال  او دځينو  کشف شويو اثارو تحليل او دهغو اثارو ترميمول شامل دي  چې  ديونسکو ټيم  په لارښوونه  په دې ساحه کې  ترلاسه شوي دي  او کار پرې شوې دى .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست زياته کړه چې دعينکو دمسو په پروژه کې دتيرو دريو کلونو دفعاليتونو او کيندنو سندونه دغه وزارت ته  يو برياليتوب دى  او له بله پلوه هم  ددغو  منابعو او سندونوله مخې  څيړونکي  کولى شي  دعينکو دمسو دکيندنو په برخه کې  دقيق معلومات ترلاسه کړي .
  پوهاند باوري زياته کړه چې  دغه سندونه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  په ارشيف کې ساتل کيږي  او د غه راز  کاپي يې  دلرغونپوهنې رياست ته ليږل کيږي .

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.