20 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلورمړي په فراه کې ترلاسه شول .

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٩ دفراه پوليسو پرون...

په پکتيا کې دحقاني دشبکې دمهماتو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د لړم نهه ويشتمه : دملي امنيت دخاصو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خبريالانو د مالي ملاتړ صندوق پراختيا وموندله

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د افغانستان د ژورناليستانو د مالي ملاتړ د صندوق د نويو او پخوانيو غړو  لومړنۍ غونډه نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو د معين فاضل سانچارکې په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې د نشراتي  چارو معين خبرې وکړې او ويې ويل چې د صندوق پراختيا، د جمهور رئيس د مرستيال د لارښوونې او په خپله د رئيس د ژمنې له مخې (که چيرې صندوق پراختيا ومومي) د هغه ملاتړ کوي، ترسره شوې ده.
د افغانستان د ژورناليستانو د مالي ملاتړ صندوق د ١٣٩٤ کال د وږي په مياشت کې په خاصو شرايطوکې د رسنيو له کارکوونکوسره د مرستې په مقصد  جوړ شو.
دغه صندوق يوولس تنه غړي لري چې د جمهور رئيس د مرستيال د پريکړې له مخې د دغه صندوق پنځه تنه غړي د افغانستان د خبريالانو فدراسيون له غړو څخه انتخاب شول.
د دغه صندوق نوي غړي به د نوي طرزالعمل په رڼا کې چې په ګډه  جوړ شوى دى، کار وکړي او په راتلوونکو غونډوکې به د صندوق رهبري هيئت د صندوق د چارو د ښه والي په باب لازم تصميمونه ونيسي .
پاى \ج\ ذ

 

Last modified on Wednesday, 13 September 2017 04:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.