20 November 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

څلورمړي په فراه کې ترلاسه شول .

کابل/ باختر/ د لړم د مياشتې ٢٩ دفراه پوليسو پرون...

په پکتيا کې دحقاني دشبکې دمهماتو يوه ډيپو کشف شوه .

کابل باختر د لړم نهه ويشتمه : دملي امنيت دخاصو...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د هنري آثارو نندارتو ن پرانستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معين فاضل سانچارکي نن د خطخطي ډلې د انځورګرۍ او خطاطۍ نندارتون پرانست.
دغه نندارتون د ملي نګارستان په همکارۍ د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت د ملي نګارستان د سولې او  اميد په بڼ کې جوړشو .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه نندارتون د پرانستلو په مراسموکې د نشراتي چارو معين خبرې وکړې او ويې ويل: سوله او هيله دوه واژې دي چې زموږ د ژوندانه اساس او بنسټ جوړوي.
ده د هېواد روانو حالاتو ته په اشارې سره وويل: په داسې حال کې چې په هېوادکې  جګړه دوام لري، د دغه شان فرهنګي نندارتونونو جوړول په هېوادکې دفرهنګ او هنر د ودې زيرى ورکوي.
سانچارکي په بېلابېلو برخوکې د ځوانانو له رول سره اړيکه ونيوله او ويې ويل:  د هېواد ځوانان د فرهنګ، هنر او ورزش په بېلابېلو برخوکې ځليدلي او وياړنې يې ترلاسه کړې دي.
په همدې حال کې د ګلوبل هوپ د شبکې مسوول چې ددغه پروګرام تمويلوونکى دى، وويل: د سولې او هيلې بڼ ښه فرصت دى چې راټوليږو او خپل هنر نندارې ته وړاندې کوو.
د ملي نګارستان د نندارتونونو لوى مدير سيد عنايت الله اسدي وويل چې په دې نندارتون کې د خطخطي ډلې د انځورګرۍ، خطاطۍ او د ميناتورۍ ٥٤ آثار چې ډول د ځوانانو دې د سولې د نړيوالې ورځې په مناسبت نندارې ته وړاندې شوي دي .
دغه نندارتون د دوو ورځو لپاره د مينه والو پرمخ پرانستى دى.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Wednesday, 13 September 2017 04:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.