په پروان کې د خبريالانو د چلنجونو د څيړنې او حل کولو لپاره هڅې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه  :
د پروان ولايت د خبريالانو د مصوونيت د کمېټې غونډه پرون د دغه ولايت  د مرستيال په مشرۍ جوړه شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
په دې غونډه کې چې  د رسنيو او خبريالانو د مصوونيت د کمېټې د غړو او استازو په ګډون جوړه شوه، د خبريالانو د قضيو د څيړنې، د خبريالۍ د قواعدو او اصولو د رعايتولو، په ځينو رسنيوکې د خبريالانو د حقوقو او امتيازونو د نه ورکړې په ګډون دښځينه خبريالانو دشکايت او د ادارو او رسنيو ترمنځ د همکارۍ د کچې د لوړولو په باب د عدلي او قضايي بنسټونو د اجرااتو د څرنګوالي په باب خبرې وشوې.
د پروان ولايت مرستيال او د دغه ولايت د خبريالانو د مصوونيت  د کمېټې رئيس
شاولي شاهد د خبريالۍ کار سخت او مهم وباله او ويې ويل: خبريالي  په اوسنيو شرايطوکې د نورو برخو په شان زيان مننوونکي ده. خبررسول، د ناوړ پيښو په ډاګه کول، له قانون څخه د سر غړونو افشاکول هغه موارد دي چې خلکو خبريالانو ته سترګې نيولې دي.
د پروان د آزادو ژورناليستانو د ټولنې رئيس عبدالغفار رووفي د دغه ولايت د سيمه ييزې ادارې د ملاتړ له امله مننه وکړه او د يوشمېر خبريالانو له خوا د خبريالۍ د اصولو  او قواعدو د نه رعايتولو په باب د ځينو ادارو د شکايتونو  او د معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې له خبريالانو سره د دولتي ادارو د ځينو چارواکو د نه همکارۍ په اړوند څرګندونې وکړې او د دغو چلنجونو د لرې کولو په خاطر يې ټينګار وکړ .
د پروان د والي وياندې او د خبريالانو د مصوونيت د کميټې منشي وحيدې شهکار وويل چې په ځينو رسنيوکې د پروموت د پروګرام او د اړونده رسنۍ له خوا يوشمېر نجونو خبريالانو ته حقوق او امتيازونه پام کې نيول شوي و، خو خبريالان د خپلو حقوقو د نه ترلاسه کولو له امله شکايت لري.
د پروان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د اطلاعاتو آمر رحمت الله رحيمي
او د پروان نورو خبريالانو د رسنيو د کار د ښه والي او د خبريالانو د کاري مصوونيت په باب خپلې نظريې څرګندې کړې.
پاى\ذکرالله \

back to top