دافغانستان دخزانو نندارتون په چين کې پرانستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دوږي دمياشتې ٢٢  نيټه  :
دافغانستان دتاريخي  خزانو نندارتون پرون دچين  دولسي جمهوريت  دعلومو اکاډمۍ په موزيم کې پرانستل شو.
دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ليکلي دي چې دغه نندارتون دچين دپايتخت  بيجينګ دعلومو اکاډمۍ په  دونهوانګ موګاو ګراتو په نندارتون کې پرانستل شو چې دهېواد کابو ٢٣١ ارزښتناک تاريخي آثار پکې  نندارې ته وړاندې شوي دي.
ددغه نندارتون دپرانستلو په مراسمو کې په بيجينګ کې دافغانستان سفير جانان موسى زي ، دافغانستان دملي موزيم رئيس فهيم رحيمي  ، دهېواد دعلومو اکاډمۍ دلرغونپوهنې دتحقيقاتو دمرکز رئيس نجيب احمد صديقي او دچين دولسي جمهوريت ددونهوانګ دعلومو اکاډمۍ رئيس  زودنګ وانګ ددغو دواړو هېوادونو دفرهنګي مشترکاتو، دوريښمو دلارې داهميت او ددغه شان نندارتونونو د جوړولو په باب خبرې وکړې او دا کاريې دافغانستان او چين خلکو ته ددواړو هېوادونو دتاريخي  شتمنيو دپيژندنې په لاره کې يو ګټور اقدام وباله .
دغه نندارتون ددوو ورځولپاره دمينه والو پرمخ پرانستى دى.  پاى \ف\ ذ

back to top