15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ټولنيزې صفحې به قانونمندې شي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  تلې لومړي :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين سيد اقا فاضل سانچارکي نن  دژورناليستانو فدراسيون له استازي  ، درسنيو  او دحکومت دګډې  کميټې له مرستيال سره په ګډه خبرې غونډه کې  وويل چې هغه ټولنيزې  صفحې چې دملي ګټو او دنظام پرخلاف عمل کوي دهغوى په باب به تصميم ونيول شي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين دغه راز وويل چې په ټولنيزو شبکو کې بې نظمۍ  او ګډوډۍ واکمنې  دي دملي ګټو  پرخلاف مطالبو څخه تر قومي او نژژادي حساسيتونو او نورو مسئلو ته تر لمن وهلو پورې چې دافغانستان په ملي ګټو ګوزارونه کوي په دغو شبکو کې تر سترګو کيږي .
  ده وويل: ددغو شبکو دقانونمند کيدو اوباقاعده  کيدو لپاره به له رسنيو سره دملاتړله صنفي بنسټونوسره په موافقه کې  دټولنيزو شبکو دفعاليت دڅرنګوالي مقرره برابره شي .
ده زياته کړه ددغې مقررې مسوده دازادو  رسنيو دملاتړ د بنسټ  ( ني )  له خوا جوړه شوې ده او ددغې مسودې  يوه کاپي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په واک کې ورکړى شوې ده . او ددغې مقررې له مخې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دملي امنيت دلوى رياست ادارې ، دملي امنيت شورا او دصنفي ژورناليستيکي  بنسټونو  په ګډون نورو مسوولو بنسټونو ته  رسمي ليکونه ليږلي دي او ټاکل شوې ده چې دغه مقرره  په ډير لنډ ممکن وخت کې تر زياتې  څيړنې او غور لاندې ونيول شي .
دخپرونو دچارو معين زياته کړه البته دملي امنيت شورا  دټولنيزو شبکو يو فهرست  برابر کړى دى چې ټولې يې له هېواد څخه بهر جوړې شوې دي او په افراطى  اوتروريستي جريانونو پورې اړه لري او لازمه ده چې وتړلې شي .
  ده زياته کړه چې ځينې صفحې په هېواد کې دنفاق دپيداکولو  او دملي وفاق دګډوډولو په موخه جوړې شوې دي
ده دغه راز په دې خبري کنفرانس کې  درسنيو دعالي شورا ددوو غړو دانتخاب يادونه هم وکړه چې په ازادو او دموکراتيکو  انتخاباتو کې انتخاب شوي دي .
سانچارکي زياته کړه درسنيو کورنۍ ته يوبل برياليتوب دجمهوري رياست له حکم سره سم د هغوى دمالياتي  جريمو معافيت دى .
ددغه حکم له مخې رسنۍ  دلسګونومليونو افغانيو مالياتي جريمو څخه معاف کيږي .
دخپرونو  دچارو معين له ژورناليستانو سره دمالي ملاتړ دصندوق دنوي تشکيل په باب  هم خبرې وکړې او ويې ويل چې دحکومت او خبريالانو ګډې کميټې له خبريالانو سره دملاتړ دصندوق په جوړولو سره مخ په وړاندې يوبل ګام کيښود .
جمهور رييس به دصندوق په جوړولو او طرحې سره په جدي توګه دهغې ملاتړ وکړي .
په دې خبري غونډه کې درسنيو او حکومت دګډې کميټې  مرستيال فهيم  دشتي دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دقضيو دڅيړنې په باب  خبرې وکړې او ويې ويل چې په تيرو شپاړلسو کلونوکې دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي يوسلو دوه اويا قضيې ثبتې شوې دي چې ځينې قضيې يې څيړلې شوې دي .
ده وويل چې دوه شپيته موارده يې دقاضيانو ، څارنوالانو ، امنيتي ځواکونو ، دجمهور رييس دساتوونکو او دملي شورا  دغړو له خوا ترسره شوي دي او دتاوتريخوالي دوه نورې قضيې هم په افغانستان کې دميشتو بهرنيو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي .
ده زياته کړه چې په تيره يوه مياشت کې دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي په لسګونو موارد ثبت شوي دي چې زياتره يې  څيړل شوي دي . 
دشتي وويل چې دخبريالانو دمصوونيت کميټه په هغو محافظتي  کورونوکار کوي کله چې خبريالان له ګواښ  يا تاوتريخوالي سره مخامخ کيږي په دغو ځايونو کې محافظت  شي .   ختم- ف _ اکرم                                

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.