22 January 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيکا کې د سولې له بهير سره یوځای شوی ځوان ووژل شو

ښرنه باخترد سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه...

په پکتیکا کې دوه تنه له وسلو او نشه یي توکو سره يوځای ونیول شول

په پکتیکا کې دوه تنه له وسلو او نشه یي توکو سره يوځای ونیول شول

ښرنه باختر د سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت د امنیې...

په پکتيکا کې د ۱۱ ښوونځيو ترمنځ علمي سيالۍ ترسره شوې

په پکتيکا کې د ۱۱ ښوونځيو ترمنځ علمي سيالۍ ترسره شوې

ښرنه باختر د سلواغې ۲ مه د پکتیکا ولایت د ارګون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

اته لس ميليونه ډالره ليلاميږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر\ د تلې د مياشتې ٤ مه:
مرکزي بانک (١٨) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
د دغه بانک په هغه ليک کې چې باختر آژانس ته ليږل شوى دى؛ ويل شوي دي:                د افغانستان بانک د روان کال د تلې د مياشتې په ٥ نيټه د چهارشنبې په ورځ (١٨) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.
په شرايطو برابرهغوصرافانواوتجارتي بانکونوته چې پخوا يې يو ميليون او ٥٠٠ زره افغانۍ د تضمين په ډول دافغانستان بانک د بازار د عملياتو په لوى مديريت کې تحويل کړې دي؛ بلنه ورکول کيږي چې په دغو داوطلبيوکې ګډون وکړي او د ليلام ګټوونکي مکلفيت لري چې خپل حسابونه دې د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي  .
هغه صرافان چې تر اوسه پورې يو ميليونو پنځه سوه زره افغانۍ د تضمين په ليلامونوکې د ګډون په مقصدنه دي تحويل کړي؛ کولاى شي له داوطلبي څخه يوه ورځ مخکې دخپل تضمين پيسې تحويلې اوپه راتلوونکو ليلامونو کې دې ګډون وکړي.
د يادونې وړ بلل کيـــــږي چې د معاملــو قسمي تر سره کول مجاز نه  دى، د   ليلام ګټوونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى په نغدي ډول او په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.
يادونه: مزايده کوونکي نشي کولاى له ټولو اعلام شويو پيسو څخه په سلوکې له دريو څخه زياتې پيسې وغواړي.
پاى  \ذ

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.