23 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ښځو چارو وزيره: په بلخ کې د ښځو وضعيت ښه شوى دى

مزارشريف \باختردتلې دمياشتې٣٠نيټه : د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دلاسي صنايعو نندارتون په کابل کې جوړ شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلې پنځمه :
دښځو  دلاسي صنايعو  نندارتون  نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري او ګرځندوى معينې  پوهنيارې  سيدې مژګان  مصطفوي  له خوا پرانستل شو .
دغه نندارتون دګرځندوى  داوونۍ په مناسبت  داطلاعاتو اوفرهنګ  وزارت په نوښت او دښځو دچارو وزارت په همکارى  دکابل ښار په تيمور شاهي پارک کې  جوړ شوى دى .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دخامګ  ګنډلو  ، لاسي ګنډلو ، کريشنل  اوبدلو او مړى ګنډلو په ګډون دښځو دلاسي ګنډلو اثار او هغه تکرى  چې له بوريا څخه اوبدل کيږي  نندارې ته وړاندې شوي دي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مالي اداري اوګرځندوى معينې پوهنيارې  سيدې مژګان مصطفوي  له هغو ښځو څخه په قدرداني سره چې په خپل لاسي صنايع يې په دې  نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړې دي وويل :په يوه نندارتون بسوالى موږ ته کافي نه دى موږ دستونزو  د  لرې کولو لپاره  بايد په هرولايت کې دوالي په مرسته دښځو دلاسي صنايعو او دهېوادنيو توليداتو په برخه کې کوچني بازارونه جوړ کړي .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت معينې دغه راز ټينګار وکړ چې بايد دسياحتي او تفريحي اثارو او محصولاتو په باب معلوماتي دوسيې جوړې کړو او دغه مسئله  لهکورنيو  او بهرنيو سيلانيانو سره مرسته کوي .
دې څرګنده کړه چې موږ دښځو له مشارکت پرته نه شو کولاى  يو ودان او خپلواک افغانستان ولرو  دهېواد دلومړى ميرمنې مطبوعاتي او دعامه اړيکو سلاکارې زهرې يوسف په خبرو کې وويل چې د ښځو هيله په بيلابيلو برخو کې دهغوى هڅونه ده .
دې له ټولو څخه وغوښتل چې نندارې ته وړاندې شوې اثار وپيري .
په همدې ترتيب دښځو دچارو ښوونيزې او روزنيزې  آمرې شهلا عارفي وويل چې دښځو دلاسي صنايعو دپراختيا او پرمختګ په خاطر بايد دغه شان پروګرامونه جوړ شي .
  يوې ښځې شازيې  چې دفيروز کوه په موسسه کې يې د زرګرى هنر زده کړى دى  دباختراژانس خبريال ته وويل لومړى ما او زما لور په دې موسسه کې دفيروز کوه موسسې داستادانو په لارښوونه دزرګرى  هنر زده کړ وروسته مو له قيمتي ډبرو څخه دګاڼو  په توليد لاس پورې کړ .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.