20 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

د جمهوررئیس غني په حضور کې یو ټوک تاریخي کتاب ملي موزیم ته تسلیم شو

کابل باختر د تلې اووه ويشتمه یو ټوک هغه تاریخي کتاب...

دانسانانو لپاره  د ډيرو زهري خزنده  وژونکو  خطر .

دانسانانو لپاره د ډيرو زهري خزنده وژونکو خطر .

-نوي ډيلي باختر د تلې اووه ويشتمه : دهند دژوندانه دچاپيريال...

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

١٠٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول او ٤٤ تنه نور ټپيان شول .

-کابل باختر د تلې اووه ويشتمه : دهېواد په يوشمير ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د "اسلامي فرهنګ په پراختيا کې د تصوف د رول" سيمينار جوړ شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دتلې دمياشتې ١٨ :
د "اسلامي فرهنګ په پراختيا کې د تصوف د رول" نړيوال علمي- تحقيقي سيمينار نن په کابل کې جوړ شو .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې :  
دغه سيمينار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت او د هېواد د اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله، د کابينې د يوشمزر غړو، د ملي شورا د استازو، دولتي مسوولينو، روحاني او فرهنګي شخصيتونو، عالمانو، د طريقت د پيروانو او د بهرنيو ميلمنو په ګډون جوړ شو.
د دغه سيمينار په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري، د تصوف او طريقت د پيروانو په اړوند معلومات ورکړل  او ويې ويل چې د تصوف او طريقت پيروان له پيړيو پيړيو را په دې خوا د اخوت او ورورګلوۍ په فضاکې د يوبل ترڅنګ ژوندکوي.
ده زياته کړه چې په تصوف او طريقت کې د خداى تعالى (ج ) بندګانو ته زيان رسول منع دي او د تصوف د پيروانو همدغه انساني او اسلامي دريځ  دوى له نورو مخربو، منحرفو او بنسټپالو ډلو څخه جلا کوي .
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې سيمينارکې وينا وکړه او   د خپلو خبرپه يوه برخه کې وويل: تصوف زموږ د خلکو د فرهنګ، تاريخ او برخليک او د معنويت او د اسلام په صدرکې ژورې ريښې لري او زه باور لرم چې دغه سيمينار د دې زمينه برابروي چې نننى نسل او زموږ خلک د عزت از د ژوندانه د تنظيم، ګډ ژوندانه او د بشريت د پت په خاطر په ټوليزه توګه هغه  درسونه چې موږ د خپلو خلکو له تاريخي او فرهنګي او معنويت څخه لرو، بيا  ژوندي شي .
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني پيغام په فرهنګي چاروکې د جمهوري رياست د سلاکار اسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو چې په يوه برخه کې ويل شوي دي: ( خوشحاله يم چې زموږ د يوه مهم او تاريخي موضوع په باب ستره علمي غونډه جوړه شوه او د اسلامي اخلاقو د ځلانده جوهر له مخې د انسانيت وده او پراختيا او د تصوف او عرفان د رول د اسلامي فرهنګ د رواجولو په باب پکې خبرې کيږي. صوفي مشرانو مسلمانانو او انساني ټولنو ته يو پيغام درلود چې د نننۍ ټولنې لپاره نه يوازې د هغه ارزښت نه دى لږ شوى، بلکې زيات شوى هم دى.)
دغه راز په دې سيمينارکې د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د قومونو، قبايلو او سرحدونو د چارو وزارت مسلکي معين غفور ليوال، د ولسي جرګې غړي قاضي نذيراحمد حنيفي، عصمت الله مجددي او يوشمېر نورو ويناوالو په وار سره د تصوف او طريقت او د طريقت د لارويانو په باب معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې په تصوف کې د نفس او روح تزکيه لازمه ده او د روح تزکيه يوازې د الله (ج) په عبادت سره ترسره کيږي.
دوى زياته کړه چې په اسلامي تصوف کې پويايي، حرکت، کار، ژوند او د ځان  جوړول اصلي مسئـله ده.
دغه راز په دې سيمينارکې دهند د بيهار ايالت د پتنا ښار د خانقا مسوول سيد شاه شميم الدين د تصوف او عرفان په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې تصوف او عرفان د نفس د تزکيې لپاره لوړه مرتبه، مينه، ځان پيژندنه، د خداى عبادت،  انسان دوستي، مجاهدت، رياضت، سلوک اوطريقت، د زړه صيقل او د روح پاکوالى د هستۍ د رمز او راز د پوهيدو په مقصد او په خپله د انسان په خلقت او پيدايښت پوهيدل دي.
ده زياته کړه: که څه هم د دغه حقيقت د پوهيدو لپاره انسانان د علم، حکمت
او فلسفې په ګدون بېلابېلې لارې چارې تجربه کړې دي. خو عرفان حقيقت او پيژندلو ته د رسيدو لپاره له مهمو شاخصونو څخه دي. په دې خاطر چې په پوهه کې عرفان، مينه، ذوق او حال دخالت لري او د دغه مسلک لارويان بريالي شوي دي چې د عرفان له لارې د هستۍ د معنوي او حقيقي ارزښتونو لوړو پوړيو ته ورسيږي او د حق په معرفت چې ځان پيژندنه او خداى پيژندنه ده؛ ورسيږي.
د دغه سيمينار په دويمه برخه کې د رئيس په توګه د څيړنوال عبدالغفور ليوال، د مرستيال په توګه د څيړونکي محمد متين مونس او د منشي په توګه د سيدحاکم آريا له ټاکنې وروسته د دغه سيمينار لومړۍ علمي غونډې په خپل کار پيل وکړ
په دې غونډه کې څيړنپوه حبيب الله رفيع  د نسخه ناسخه مثنوي مولانا تر
عنوان لاندې مقاله، سيدعليشاه روستايار (طريقه فتوت و جوانمردي
در خراسان)  ترعنوان لاندې مقاله ولوستله .
دغه راز د سيمينار دويمه علمي غونډه د رئيس په توګه د نجيب الله منلي او دمنشي په توګه د سيدحاکم آريا له ټاکنې وروسته خپل کار ته دوام ورکړ.
په دې غونډه کې پوهنمل احمد رسول رسول (په اسلامي عرفان کې د شرعيت ،
طريقت او حقيقت) تر عنوان لاندې مقاله، صوفي محمداسماعيل شرعيت يار 
(تصوف زموږ د فرهنګ برخه) ترعنوان لاندې، شمس الحق آريانفر د (تصوف 
د ټولنيزو اړخونو) ترعنوان لاندې مقاله، اورنګ صميم د (عبدالرحمن بابا تصوف
او شاعرانه عرفان) ترعنوان لاندې مقاله، حيدري وجودي (صوفي در کارګاه بينش مولاناجلال الدين محمدبلخي) ترعنوان لاندې مقاله او څيړندوى
عبدالاحد منګل د (وحدت والو وجود  او وحدت الشهود ترمنځ توپير) ترعنوان
لاندې مقاله ولوستله.
دغه راز د دغه سيمينار په مناسبت د افغانستان د علومو د اکاډمۍ، کابل
پوهنتون،  د شهيد استاد رباني د ښوونې او روزنې د پوهنتون او د يوشمېر نورو
بنسټونو له خوا پيغامونه را رسيدلي وو.
د سيمينار کار سبا هم دوام کوي.
پاى\ ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.