18 October 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دپکتيا دپرونيو بريدونو په اړوند دپنځو تنو پوليسانو نيول کيدل

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه : پنځه تنه پوليسان د پکتياولايت ...

دبهرنيو چارو وزارت معينې دبشردحقوقو له کتوونکې سره وکتل

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه : دبهرنيو چارو وزارت معيني دبشر دحقوقو...

دوه ويشت تنه داعشيان په ننګرهار کې ووژل شول

کابل \باختردتلې دمياشتې٢٦نيټه : دوه ويشت تنه داعشيان پرون دننګرهار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دانځورګرۍ ، خطاطۍ او دميناتورى دهنرونو نندارتون جوړ شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلې  نولسمه :
دانځورګرۍ ، خطاطۍ او دميناتورى  داثارو نندارتون  نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکار محب الله  ذاکري له خوا  پرانستل شو.
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دغه نندارتون  د لويانو دروزنې لپاره  دافغانانو دملي موسسې له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په همکارۍ په ملي نګارستان کې  جوړ شوى دى .
  په دې نندارتون کې  دلويانو دروزنې لپاره  دافغانانو دملي موسسې دهنرمندو استادانو او زده کوونکو  دانځورګرۍ ، خطاطۍ او ميناتورۍ ١٤٣هنري اثار نندارې ته وړاندې  شوي دي .
  ددغه نندارتون  دپرانستلو په مراسمو کې په داسې حال کې چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي اداري او ګرځندوى معينيت سلاکار( سيد رضا حسيني  ميثم ) يوشمير هنرمندانو اومينه والو  برخه لرله ،  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دهنرستان رييس  محمد هاشم  شارق  ددې تر څنګ چې ددغه نندارتون دهنرمندانو  کارونه  ارزښتناک وبلل  ، ويې ويل  دهنرمندانو رسالت دى  چې دهنرونو دودې په لاره کې  کار وکړي . او دهنر له لارې  دټولنې ستونزې او ناخوالې منعکسې کړي .
  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکار محب الله ذاکري هم په خبرو کې دهنرمندانو دهنري کړنو او هلوځلو له امله  قدرداني وکړه . او ويې ويل  هنرمندان کولى شي  دخپلو ښو هنري کارونو په واسطه  افغانستان  دسيمې او نړۍ په کچه  معرفي کړي . 
ده هيله وکړه  چې دهېواد دابادي په برخه کې  بايد  ددې هېواد  هر وګړى  هڅه او هاند وکړي . او دهنر او دخپلې اړوندې څانګې له لارې  دهېواد په ترقى او پرمختګ کې  ونډه واخلي .
  دغه راز دلويانو لپاره  دافغانانو دملي موسسې  (  اي - ال- سي )  مرستيال  حيات الله  مرزايار  ددغه نندارتون دجوړولو په برخه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دهمکارى له امله قدرداني وکړه  او داړونده بنسټ  دکار اوفعاليت  په باره کې يې  معلومات ورکړل .
  ده وويل  چې ددغه نندارتون دجوړولو موخه  دهنرمندانو هڅونه او دهنر وډه ده
په دې غونډه کې دملي نګارستان  مسوولې صابرې رحماني  څرګنده کړه  چې ملي نګارستان  تل  دهنر دودې په برخه کې له هنرمندانو سره همکار دى او دنندارتونونو  دجوړولو په برخه کې  دهېواد دهنرمندانو په خدمت کې دى .
  ددغې غونډې په بهير کې دملي تياتر دهنرمندانو له خوا  تمثيلي پارچه او دموسيقي رياست  دهنرمندانو له خوا  دموسيقي پارچې  اجرا شوې .
دغونډې په پاى کې د چارواکو له خوا  دلويانو دروزنې لپاره  دافغانانو دملي موسسې  په يوشمير غوره  هنرمندانو ستاين ليکونه وويشل شول .
  ختم_  ف _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.