16 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د(اسلامي فرهنګ په پراختيا کې دتصوف درول نړيوال سيمينار دپريکړه ليک په صادرولو سره پاى ته ورسيد .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلې  نولسمه :
داسلامي فرهنګ  په پراختيا کې  دتصوف درول دعلمي _ څيړنيز نړيوال سيمينار په نننۍ کار کې ، څيړونکواو پوهانودتصوف اوعرفان  دبيلابيلو اړخونو په اړوند  خپلې علمي او څيړنېزې مقالې  وړاندې کړې .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  ددغه سيمينار په پيل کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معين  فاضل سانچارکي  په ټولنه کې دتصوف  درول او مقام په اړوند  معلومات ورکړل او ويې ويل  په داسې حال کې چې  زموږ په ټولنه کې  افراطي مفکورې  دودې په حال کې دي  ددغه سيمينار جوړول ، تصوفي نظريې او عرفاني  مفکورې  کولى شي د افراطي مفکورو په وړاندې  په سمه توګه  عمل وکړي .
دغه راز  ددغه سيمينار  ددويمې ورځې  لومړى علمي غونډه درييس په توګه  دعبدالهادي قريشي ،  دمرستيالې په توګه  دسهيلا حسرت  نظيمي او دمنشي په توګه د سيد حاکم  اريا له انتخاب وروسته  خپل کار پيل کړ .
په دې  مجلس کې  له پښتونخوا څخه سعد الله بدر تصوف  څه دى تر عنوان لاندې مقاله ، له هندوستان څخه مظفر چشتي په سيمه او افغانستان کې دتصوف  دتاريخچې ، دسر محقق مرستيال محمدحسين  فورمولي  ، دمعاصر تصوف  دجريانونو بحث ، نور احمد  قران مل  معرفت او تصوف ،  محمد نظيم محمدي په اسلامي تصوف کې  دعرفان دمقام او قاري محمدعارف عرفان  دتصوف  دمقصدونو او حقيقت  تر عنوان لاندې مقالې  وړاندې کړې .
دسيمينار  ددويم علمي مجلس  درييس په توګه دعليشاه روستايار ، دمرستيال په توګه  دمحمد هاشم  عليزي  او دمنشي په توګه دسيد حاکم  اريا له  انتخاب وروسته خپل کار ته دوام ورکړ .
سرمحقق  شريف الله شريف  دنقش تصوف در ايجاد فضاى صلح اميز ،
سر محقق  محمد اصف ګلزاد دسماع درتصوف اسلامي او  پوهنوال محمد ابراهيم  همکار  دعرفان او اخلاق تر عنوانونو لاندې  مقالې ولوستلې .
دغه راز دسيمينار  درېم علمي مجلس  درييس په توګه  دمحمد نسيم  فورملي،  دمرستيال په توګه دمولوي عبدالقدير  او دمنشي په توګه دسيد حاکم  اريا  له انتخاب وروسته کار ته دوام ورکړ .
  ددغه مجلس په کار کې  پوهاندعبدالاحد د جنبه هاي تربيتي  درعرفان  و تصوف اسلامي تر عنوان لاندې مقاله ، محمد هاشم  امين زاده  چالش هاي تصوف  در افغانستان  ،  سيد مصطفي  سعدي  نقش عرفان  در تکميل مکارم اخلاقي جامعه او محمد نبي سلطاني عرفان او اخلاق در تصوف  تر عنوان لاندې مقالې ولوستلې  .
په همدې ترتيب داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دخلکو دفرهنګ  رييسې  محبوبې بابکرخيل ددغه سيمينار  پريکړه ليک ولوست  چې په يوه برخه کې يې   ويل شوي دي   وړانديز کيږي  چې په هېواد کې  دغه شان سميينارونه جوړ شي او دموضوعګانو دبيلابيلو اړخونو په باب خبرې وشي   او دجيدو عالمانو  ، مشايخو او دمعرفت  دخاوندانو  دغونډو لپاره  زمينه برابره شي .
  دغه راز  ددغه سيمينار  مقالې اواثار چې  داسلامي تصوف  څرګندوي دي  دهېواد په ملي ژبو چاپ  او تکثير شي . 
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري  په پاى کې  ددغه سيمينار  کار وڅيړه او ويې ويل  چې ددغه سيميناردبرخه والو  ټولې نظريې  ، وړانديزونه  او نيوکې به په راتلونکو سيمينارونوکې  په پام کې ونيول شي .
ده زياته کړه  دهغو پوهانو او څيړونکو علمي اوڅيړنېزې مقالې  چې په دې سيمينارکې وړاندې شوې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا په يوه ټولګه کې  چاپيږي .    ختم=- ف _ اکرم                                       

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.