07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې...

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

-کابل / د چنګاښ ۱۷ مه / باختر د سولې لپاره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دغزني ولايت دتاريخي ابداتو دبيارغونې اوترميمولو کار د٢٠١٣ کال داکتوبرله مياشتې څخه مخکي بشپړيږي.

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥ :

دغزني ولايت دتاريخي ابداتو دپروژو دترميمولو اوبيارغونې کارچې مسووليت يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په غاړه لري له ټاکلي مودې څخه مخکي چې د ١٣٩٢ کال دتلي په مياشت کې د ٢٠١٣ کال داکتوبر له مياشتې سره برابره ده بشپړيږي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين سيدمصدق خليلي دباختراژانس خبريال ته وويل: په غزني ولايت کې دتاريخي ابداتو دترميمولو اوبيارغونې د دوه ديرشو پروژو له جملې څخه چې مسووليت يې داطلاعاتواوفرهنګ وزارت په غاړه لري په تيرکال کې دلسو پروژو کاريې بشپړشوي اوګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

ده زياته کړه چې په څلورو  نورو پروژو يې کار روان دى چې د دريو پروژو کاريې په سلو کې پنځوس پرمخ تللي دي اودديارلسو نورو پروژو دکارپيل يې پرون داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دهيئت له خوا چې مشري يې ددغه وزارت سرپرست پوهنمل نبي فراهي په غاړه لرله پرانستل شو.

خليلي زياته کړه :دترميمولو ددوه ديرشو پروژو له جملې څخه ددوو پروژو دترميمولو کار چې دسلطان مسعود اوسلطان ابراهيم څلي پکې شامل دي له دغه وزارت سره دموافقه ليک له مخې دايران اسلامي جمهوريت  په غاړه اخيستي و خو تراوسه پورې په دې برخه کې ددوى له خوا کوم عملي اقدام نه دى شوى. له  دې امله په دى وروستيو کې تصميم ونيول شو چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دى په دغو پروژو کار وکړي او اوس ددغه وزارت انجينران ددغو څلورو په پروژې جوړولو کار کوي چې په نږدي راتلوونکي کې به ددغو څلورو دمرمت کار پيل شي.

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين وويل ددغو دوه ديرشو پروژو له جملې څخه دغزني ولايت دبالاحصار دترميمولو دپروژې کار دالمان دآخن پوهنتون په غاړه اخيستي دى او دقلعه برګت دتاريخي څلي پروژه چې شخصي ملکيت دى دکلاخاوند دهغه دترميمولو اوبيارغونې په اړوند داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره موافقي ته نه دي رسيدلي .

خليلي زياته کړه چې د ١٣٩١ کال ترپايه پورې دغزني ولايت  دابداتو دترميمولو اوبيارغونې دزياترو پروژو کار چې مسووليت يې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په غاړه دى بشپړيږي.

اوس ددوه ديرشو په پام کې نيول شويو آبداتو له جملې څخه لس څلي يې بشپړې شوي  اوپه اوولسو نورو ابداتو کار روان دى چې په ټوليزه توګه اووه ويشت څلي دي.

ده زياته کړه چې د ٢٠١٣ ميلادي کال داکتوبر له مياشتې مخکي په غزني ولايت کې په دغه وزارت پورې  اړونده ټولي پروژې په بشپړه توګه بشپړيږي.

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.