23 April 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د داعش د ډلې يو غړى په کابل کې ونيول شو

د داعش د ډلې يو غړى په کابل کې ونيول شو

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه د کورنيو چارو وزارت وايي...

د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره وکتل

د روسيې سفير د بهرنيو چارو وزارت له سياسي معين سره وکتل

کابل/ باختر/ د غويي دمياشتې٣ مه د بهرنيو چارو وزارت سياسي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داثر موسسه وستايل شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د تلې  پنځه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نن  داثر موسسې کړه وړه  وستايل او ددغه وزارت  ستاين ليک يې  ددغه بنسټ مسوول ته  ورکړل .
  ددغې موسسې  اساسي موخه دناوړو دودونو او رواجونو په وړاندې  مبارزه او په ټولنه کې اصلاحات دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې  په همدې مناسبت  جوړه شوې وه  دکابل والي احمد يعقوب  حيدري  خبرې وکړې او ويې ويل  چې ناوړه دودونه او رواجونه زموږ دټولنې ډير ستر چلند دى .
ده په ودونو کې  ناوړو دودونو ته اشاره وکړه او ويې ويل  چې  په زياتو لګښتونوسره  ودونه  ددې سبب شوي دي  چې  زياتره ځوانان ونه کړى شي  کورنى جوړې کړي . 
  داطﻻاعاتواوفرهنګ وزارت معين فاضل سانچارکي  هم په لنډو خبرو کې وويل  چې ناوړو دودونو زموږ  په ټولنه کې  جرړې  ځغلولي  دي  چې جدي  مبارزې ته  اړتيا لري .
  سانچارکي  په دغو مراسمو کې  داثر موسسې  دکړو وړو له امله قدرداني وکړه او داطلاعاتواوفرهنګ وزارت ستاين ليک يې  داثر موسسې مسوول عبدالرحيم  اثر ته  ورکړل .
  داثر موسسې  مسوول  عبدالرحيم اثر ددغې موسسې دجوړولو موخه  دناوړو دودونو اورواجونو په وړاندې مبارزه  او په ټولنه کې داصلاحاتو رامنځته کول  وبلل  او ويې ويل  چې ددغې موسسې  غړي  دغې موخې ته درسيدو په خاطر  په کابل ښار کې  زياتې غونډې  جوړوي .
ختم_ ف _ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.