07 July 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

حليم فدايي د پکتيا والي وټاکل شو

کابل/ د چنګاښ ۱۷مه/ باختر د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې...

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا

-کابل / د چنګاښ ۱۷ مه / باختر د سولې لپاره...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

تبصره

Written by  Administrator
Rate this item
(0 votes)

درو ژي مبار که مياشت درا رسيدو په حال کې ده خو په هيواد کې د خورا کي توکو دبيې لوړيدو زموږ خلک انديښمن کړي دي او دوي په تيره بيا دروژى په مبارکه مياشت کې ددغې ستو نزې دحل غو شتنه و کړه چې لوى خداى (ج) خپل بنده ګان اطاعت او زغم ته بو لي .

دباختر ا ژانس اقتصادي مبصر ليکي رمضان المبارک د اسلام دريم رکن خپل ځانګړى خصوصيتو نه لري او فلسفه يې پراخ اړخونه لري چې يوه شا خصه يې د لو ږي او تندى په وړا ندې زغم دى او بله يې د همنوعانو ښه حالت د مومنانو خبرتيا ده يعني مسلما نا ن دروژي په مبارکه مياشت کې ددې وخت پيدا کوي چې ځان ددوي په حالت کې ووينې چې تل له لوږي ،تنګسيا ، او بي وزلې سره مخامخ دي اوپه پاى کې دمظلوم او بي وزله قشر مرستې ته ودانګې او بي وزلو او اړو کسا نو مرستې ته ورودا نګى

مسلما نا نو ته لا زمه ده چې په ټولو وختو نوکې او په تيره بيا دروژي په مبارکه مياشت کې او خلق الله ته زيات خد مت او مرسته و کړي خو له بده مر غه په يو شمير اسلا مي هيوادو نو له دې جملي څخه په افغا نستان کې درو ژي دمبار کي مياشتې په رارسيدو سره د خورا کي توکو په بيوکې بدلو نو نه راځي اوځينې استفاده غو شتو نکي کسان چې د خداى (ج) په حکمو نو او نبوي لارښوونو بې خبره دي دموادو په احتکار لاس پورې کوي او يا ګران پلورنه کوي له شک پرته دغه عملو نه د اسلام دمبين دين له حکمونو سره په مغايرت کې دي او اسلا مي اخلاق تر پو ښتنې لاندې نيسې

په بازارکې بدلونونه هغه هم درو ژي په مبار که مياشت کې د خوراکي توکو په بيو کې بدلونو نه د افغا نستان خلک چې په خپله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي زيات له ستو نزو سره مخامخ کوي

د اسلام مبين دين چې د عدل او انصاف دين دي خپلو پيروا نو ته لارښوونه کوي چې دغه اصل رعايت کړي خو تر او سه پورې چې دروژي مبارکي مياشتې ته څو ورځې پا تي دي موږ د بيو دلوړ والي شاهدان يو په داسي حال کې چې په هيواد کې د خورا کي توکو زيرمي په پرا خه او زيا ته تو ګه شته

دغه راز بندرونه پرا نيستې دي اود هيواد له نورو سيمو څخه کابل او نورو شارونو ته د توکو رسيدل له ستو نزو سره نه دي مخا مخ خود بيو لوړ والۍ څه ډول تو جيه کيداي شي ؟

د افغا نستان خلک په لو مړۍ ګام کې  د خورا کي اولګښتې توکو له سو دا ګرو او واردونکو څخه  دا هيله لري چې دديني حکمو نو اونبوي لارښوونو په رعايتو لو سره زيا تي هلې ځلې و کړې چې له ګران پلورنې اود خورا کي تو کو د بيو د لوړ والۍ مخه ونيسي او ددغو توکو په پلورلو او وړا ندې کولو کې اعتدال او انصاف په پام کې و نيسې د هغوى دغه عمل په دې سر بيره چې دينوى اعتبار او پت په وړا ندې لري ، په اخرت کې به هم د مو منا نو اواخلاص مندانو ستاينه و شي. له بلي خوا داددولتي مرکزونو دنده او مکلفيت دي چې د بازار د حالت څرنګوالۍ وڅاري او په دى پلمه چې هغوى دبازار په چوکاټ کې ازاد کارنه شي کولا ي پري نږدي چې حالت دڅو تنو استفاده غو شتونکو په ګټه وڅرخي اود خلکو تش جيبو نه لا زيات خا لى شي . په بازار کې ددولتي مرکزو نو داخليدل اويا په بل ډول د هغى ونډه اخيستنه او تثبيت کولاي شي د خلکو د اقتصاد لپاره ښه مرستندويه وي . افغانستان چې په څو وروستيو کلو نوکې دبدلونونو ان د بي قا نونيو شا هد دي نه شي کولاي يو اقتصادي نظام دازاد اقتصاد په نا مه و مني ، زموږ خلکو په کلونوکلونو مختلط بازار چې ددولت او سودا ګرو د ونډي څرګندوي دي ، تجر به کړى دي له مختلط اقتصاد څخه ازاد اقتصاد ته تلل خپل شرايط اومعيارونه لري چې موږ لا تر اوسه پورې هغو ته نه يو رسيد لى نولا زمه ده چې اړوندي مرا جع دلومړيو توکو په واردولو سره د بازار کنترول په لاس کې و لري چې و کولاي شي له استفاده غو ښتونکو سره مقا بله و کړى اود خلکو د اقتصاد ي ستو نزو دپرا ختيا مخه ونيول شي

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.