دهمکارى تفاهم ليک لاسليک شو .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او مشعل پوهنتون ترمنځ نن دهمکارى تفاهم ليک لاسليک شو .
دغه تفاهم ليک داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري  دمشعل پوهنتون له رييس سره لاسليک کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  ددغه تفاهم ليک له مخې دمشعل پوهنتون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لس تنه کارکوونکي ددغه پوهنتون دژورناليزم  په پوهنځي کې شاملوي .
داطﻻعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ددغه تفاهم ليک  دلاسليک کولو په وخت کې چې دغه وزارت کال په کال  خپل ديرش تنه کارکوونکي دظرفيت دلوړولو په خاطر دمشعل ادراک او دخاتم النبين پوهنتونونو ته معرفي کوي او لګښتونه يې ددغه وزارت له لارې ورکول کيږي .
  خت م _  عطاالله _ اکرم

back to top