دسمنګانو تاريخي څلې بيا رغول کيږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د لړم درې ويشتمه :
دسمنګانوولايت په مربوطاتو کې ٥٦ تاريخي څلې  شته .  
دسمنګانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس وايي چې په سمنګانو کې يوشمير تاريخي اولرغوني څلې چې دجګړو اويا دزمانې دتيريدو له امله ويجاړ شوي دي .  بيا رغاونې ته اړتيا لري او ددغو څلو دبيا رغاونې کار  به په ډير لنډ ممکن وخت کې پيل شي .
  فتح الله وافي باختراژانس ته وويل چې ددغو څلوبيا رغاونه له يوې خوا دهغو دزياتې ويجاړتيا مخه نيسي او له بله پلوه کيداي شي دسيلانيانو دپاملرنې  په جلبولو سره داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت لپاره  په ښو عايداتي سرچينو بدل شي
ده زياته کړه چې دسمنګانو په ولايت کې دتاريخي او لرغونو څلو شمير شپږ پنځوسو ته رسيږي چې همدا اوس ډبرينه استوپه ، تخت رستم ،  دهزار رسم  سمڅې ، کوکجر ، دروي دواب هزار سم  دقره کمر  درباتک د زاړه ښار ، دقلعه راغان او دتخت چنګيز سمڅې دسمنګانو ولايت ډير مشهور تاريخي څلي بلل کيږي .
ختم_ ف _ اکرم
                                     

back to top