18 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ملت ته د ولسي جرګې د ټاکنو په اړه د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینامتن

ـ کابل باختر د تلې ۲۶ مه درنو وطنوالو! د انتخاباتي کمپاینونو...

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

په تخار کې د پوهنې د دوو پروژو کار پیل شو

تالقان باخترد تلې ۳۶ په تخارولایت کې د پوهنې د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بلخ پوهنتون د محصلانو هنري آثار نندارې ته وړاندې شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

مزارشريف  \باختر د لړم دمياشتې ٢٤ نيټه  :
د بلخ  پوهنتون د ټولنيزو علومو د پوهنځي د ديپارتمنت د ښکلونو هنرونو د څانګې د محصلانو څه دپاسه ٢٥٠  هنري آثار او  لاسي محصولات پرون نندارې ته وړاندې شول.
د پوهنتون استاد او د دغه نندارتون مسوول حيات الله احمدي باختر آژانس ته وويل: په دې نندارتون کې يوسلو پنځوسو تنو محصلانو د انځورګرۍ، خطاطۍ، ښکلې ليکنې، عکاسۍ، ميناتورۍ او دلاسي صنايعو ٢٥٠ آثار د دوو ورځو لپاره نندارې ته وړاندې کړي دي.
د بلخ پوهنتون د ښکلو هنرونو د برخې  يو شمېر محصلان د نندارې د ستر سالون د نشتوالي، د ښکلونو هنرونو په برخه کې د استادانو د کمښت او او د زده کړې د مناسب ځاى د کمښت لپاره شکايت کوي او له مسوولانو څخه غواړي چې د دوى ستونزې حل کړي.
احمدي زياته کړه چې د بلخ پوهنتون په شپاړلسو پوهنځيوکې څه د پاسه  لسو زرو تنو محصلانو ته د ٤٠٠تنو  استادانو له خوا لوست ورکول کيږي چې څلور کاله مخکې د ټولنيزو علومو د پوهنځي په چوکاټ کې د ښکلو هنرونو ديپارتمنت شو او دغه ديپارتمنت په دې بريالى شوى دى چې درې ځلې  د محصلانو هنري او د انځورګرۍ آثار نندارې ته وړاندې کړي.
پاى \ ف \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.