11 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 په ننګرهار کې  دوسله  والوطالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو  وژل کيدل

په ننګرهار کې دوسله والوطالبانو له خوا ددوو تنو ملکي وګړو وژل کيدل

کابل باختر دليندي نولسمه : وسله والو طالبانو دوه...

په کندز کې  ددولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

په کندز کې ددولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل .

کابل باختر دليندي نولسمه : دولس تنه ډار...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمدرسول باوري د ښکلو ليکوونکو د ټولنې غوښتنې واوريدې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باخترلړم د مياشتې ٢٨  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د افغانستان د ښکلو ليکوونکو ټولنې له مشرتابه هيئت سره په کتنه کې د دوى غوښتنې واوريدې.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
د افغانستان د ښکلو ليکوونکو د ټولنې مشرتابه هيئت خپلې غوښتنې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست سره طرحه کړې او د دغې ټولنې د ثبت او راجستر په برخه کې د دغه وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز دوى د دغې ټولنې د فعاليتونو په باب معلومات ورکړل او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه يې وغوښتل چې د خطاطۍ او خوش نويسۍ د آثارو د نندارتون د جوړولو په برخه کې چې د مولودشريف په درناوي به په کابل  کې جوړ شي؛ مرسته وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د دې ترڅنګ چې د ښکلو ليکوونکو ټولنې د کارونو  قدرداني وکړه، هغوى ته يې ډاډ ورکړ چې دغه وزارت به د ټولنې  د ثبت او راجستر او د نندارتون د جوړولو په برخوکې د زمينې د برابرولو په لاره کې له هيڅ راز همکارۍ څخه ډډه ونکړي.
پاى ؛ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.