15 December 2017

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ  ژوبله واوښته

د هیوادپه بیلابیلو سیموکې ۱۸تنو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : ملي دفاعي او امنیتي...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ دښاري پراختیا عالي شورا غونډه جوړه شوه

کابل \ باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤نيټه : د افغانستان د اسلامي...

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

د اداري فساد پرخلاف په مبارزې ټينګاروشو

کابل \باختر دليندۍ دمياشتې ٢٤ نيټه : دبشردحقوقو اوله اداري...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمد رسول باوري: هنر د پايښت او ژوندانه په مفهوم دى

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د ليندي  پنځلسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وايي: هنر د مبارزې مانا افاده کوي او د هنر له لارې مبارزه د پايښت او ژوندانه مفهوم لري .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د هنر عالي شورا نن د هنر د جشن په جوړولو سره د هنر نړيواله ورځ ونمانځله .
  په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت فرهنګي معين او سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په ټولنيز ژوندانه کې د هنر او هنرمند د رول په باب  خبرې وکړې او ويې ويل چې هنر د انساني ژوندانه يوه برخه ده او بايد له هنر سره  ژوند وکړو او که چيرې له هنر پرته ژوند وکړو؛ موږ له ډول ډول کړاوونو او ستونزو سره مخامخ کيږو .
  پوهاند باوري زياته کړه: موږ د هنر په تګلوري کې دوه ډوله مبارزه وينو؛ يوه مبارزه په خپل وجودکې او بله مبارزه له بدن څخه بهر. هغه څه چې په خپل وجود کې مبارزه وينو؛ دا دي چې موږ په خپله درک کوو چې څه يو او څه ځواکمني لرو او له بهر سره مبارزه لوري او سمتونه احتوا کوي.
ده زياته کړه: حکومت او په دولت پورې اړوندې ادارې مکلفيت لري چې په بېلابېلو برخوکې د هنر د پرمختګ لپاره اسانتياوې برابرې کړي چې يوه له دغو لارو څخه د هنر لپاره تبليغ او هڅونه ده .
وروسته د اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پيغام د الحاج عبدالرحمان شفق له خوا ولوستل شو چې په هغه کې ويل شوي دي: افغانستان په خپل اوږد تاريخ سره د نړۍ ډول ډول تمدنونه او فرهنګونه تجربه کړي دي؛ په همدې خاطر د بېلابېلو تمدنونو او فرهنګونو د پيوستون ځاى بلل کيږي. موږ ټول په دې پوهيږو  چې د څو وروستيو لسيزو جګړو او د بنسټپالنې له امله په افغانستان کې د هنر برخه د نورو برخو په شان په جدي توګه زيانمنه شوې او له تجريد سره مخامخ شوې ده او له دغو ټولو سره سره په دې حقيقت انکار نه شو کولاى چې هنر په وروستيو کلونوکې زياته وده کړې ده او بايد د هغه د ښه والي او معياري کولو په لاره کې هڅه او هاند وشي. د هنر اهميت په دې کې دى چې هنرمند انسان د هنر له لارې ښکلا پيداکوي او انسان له  تنبلي څخه باسي .
دغه راز د کابل پوهنتون په پيغام کې چې د فضل احد احدي له خوا ولوستل شو؛ ويل شوي دي: په افغانستان کې هنر زياتې لوړې او ژورې ليدلې دي او د زمانې جبر زموږ متحد هنرمندان د آباديو له کاروان څخه بېرته پاتې کړي دي اد هستۍ ديوالونه يې ويجاړ کړل او په بې رحمۍ سره د زمانې بيداد په هنر مندانو بريد وکړ چې له نشتوالي سره مخامخ شي. پرځاى بولو چې په دې مبارکه ورځ کې د هنر او هنرمند درناوى وشي .
وروسته د هنر د عالي شورا غړي تيمور شاه حکيميار هم خبرې وکړې او له هنرمندانو سره يې د زياتو همکاريو غوښتنه وکړه .
د دغې غونډې ترڅنګ هنري نندارتون د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست له خوا پرانستل شو او په پاى کې د پوهاند محمد رسول باوري له خوا يو شمېر هنرمندانو ته د ستاينې لوحه او تنديس ورکړى شول .
  ختم- عطاالله_ اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.