25 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ د پراختیا او پخوانیو فرهنګیانو دروناوی کوي.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د مرغومي نولسمه:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په وړاندیز او د افغانستان د اسلامي جمهوري  دجمهور رئیس  محمد اشرف غني په منظورۍ له ۲۷ تنو هنرمندانو، لیکوالانو، استادانو، خبریالانو او فرهنګیانو سره د هغوی د ناروغۍ او درملنې په موخه نقدي مرستې وشوې.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو چارو سلاکار او ویاند محمد صابر مومند په خبره دغه مرستې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په هدایت د مؤظف پلاوي له لورې په دغو اووه ویشتو تنو  وویشل شوې.
هغه استادان او مشران چې ددې توان یې نه درلود چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته تشریف راوړي د وزارت د سرپرست په لارښوونه مؤظف پلاوی ددوي کورونو ته ولاړ او ددوي حال احوال له اخیستو یې وروسته د افغانستان د جمهور رئیس او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست سلامونه او پېرزوینې دوی او ددوي کورنېو ته ورسولې، چې ددوي د خوښۍ او مننې تر څنګ په ورین تندي ومنل شوې.
پوهنمل حبیب الله جاج پښتون زوی، چې د کابل پوهنتون په پښتو څانګه کې یې یو عمر تدریس کړی او اوس له روغتیايي پلوه له ستونزو سره مخا مخ دی وايې: ((د افغانستان له جمهور رييس  اود اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د زړه له تله منندوی یم، چې زموږ له حاله ځان خبروي ددوي‌ دا خبراوی په اصل کې د ارزښتونو یادونه ده او موږ ته د ځوانۍ د وختونو انرژي راکوي.))
سلام لوګری، چې د راډیو افغانستان پخوانی هنرمند دی او د هېواد والو لپاره یې زیاتې سندرې ویلي وايي: دا چې اوس په داسې حالت کې یم، چې هیڅ مې له وسه نه دي پوره د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته مننه کوم، چې زما لاسنیوی یې وکړ.
په همدې ډول د بلخ پوهنتون استاد پوهنوال دوکتور عبدالغني برزین مهر هم یو له هغو کسانو څخه دی چې د مغزي سکتې له امله ورته روغتيايي  ستونزې پېدا شوې دي او د خبرو کولو توان نه لري، خو په استازیتوب یې زوی له حکومت څخه ددوی د پلار د پوښتنې کولو له امله مننه وکړه.
د یادونې ده، چې د ددې لړۍ په پېل پخوا شوی وو او وروستېو کسانو ته یې هم د جمهور رييس  له لورې منظور شوې مرستې ورسېدې.
ختم- ف

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.