21 February 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دفراه په بزګرانو  تراکتورونه وويشل شول .

دفراه په بزګرانو تراکتورونه وويشل شول .

کابل باختر د کب لومړى : نهه تراکتورونه ...

 په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

په بدخشان کې څلور روغتيايي مرکزونه روغتون ته لوړ شول .

کابل باختر د کب لومړى : دبدخشان دڅلورو ولسواليو روغتيايي مرکزونه...

  دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه .

دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې چاودنه .

کابل باختر د کب لومړى : دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمد رسول باوري : دنوي کال دنوروز لرغونې جشن بايد په پراخ او پرتمين ډول ونمانځل شي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د سلواغې لومړى :
دنوروز دجشن  دجوړولو دکميسيون لومړى غونډه نن  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست  پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ  جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  په دې غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرست  ټينګار وکړ  چې  دنوي کال  دنوروز   لرغونې جشن بايد  په پراخ  او پرتمين ډول  ونمانځل شي .
ده  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبيلابيلو څانګو  له رييسانو څخه وغوښتل  چې  دنوروز  د لرغونې جشن په مناسبت  له يوبل سره  په همغږۍ کې داسې فرهنګي پروګرامونه  چې دافغانستان دخلکو لرغونې دودونه اوفرهنګ  نندارې ته وړاندې کړي ،  طرحه کړي‌ .
دغه راز پوهاند باوري  ټينګار وکړ چې  بايد نورې رسنى په خپلو خپرونو کې  دنوروز دلرغونې جشن په اړوند  ځانګړي پروګرامونه په پام کې ونيسي .
  په دې غونډه کې برخه والو  دنوروز جشن  دښه نمانځلو او د څرنګوالې په باب  خپلې نظريې  او پيشنهادونه وړاندې کړل .
  دغه راز  پريکړه وشوه  چې داطلاعاتو اوفرهنګ دوزارت له خوا دې  دوزارتونو او داړوندو ارګانونو داستازو په ګډون دنوروز جشن  دنمانځلو   دکميسيون   دجوړولو په باب جمهوري رياست ته يو وړانديز  ترتيب او وليږل شي . او دغه راز دنوروز لرغوني جشن  په پراخ او پرتمين ډول  ونمانځل شي . او په هېواد کې دننه  دنوروز جشن  دنمانځلو په خاطر لازم تيارى ونيول شي . او په هغه صورت کې چې  له هېواد څخه بهر دنوروز  دنړيوال جشن  دحوزې  دغړو هېوادونو له خوا  ونمانځل شي دافغاني هيئت  دګډون په مقصد دې  داړتياوړ تيارى  ونيول شي .
  ختم_ ج _ اکرم

Last modified on Sunday, 21 January 2018 12:46

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.