پوهاند محمدرسول باوري : اطلاعاتو ته د لاس رسي دکميسيون ستونزې څېړل کېږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باخترد سلواغې ٢٢ نيټه  :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري نن اطلاعاتو ته دلاس رسي کميسيون  له رئيس او يو شميرغړو سره په کتنه کې وويل چې، ددغه  کميسيون ستونزې څېړل کېږي.
د باخترآژانس د خبرله مخې ؛ د دغې  کتنې په پيل  کې    د دغې   کميسيون رئيسې حوا علم نورستانۍ اطلاعاتو ته دلاس رسي د کميسيون يوشمير تخنيکي او اداري ستونزې طرحه کړې او  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرست څخه يې   په دې باب دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.
پوهاند محمدرسول باوري  د دغې کتنې په پاى کې وويل ؛  د دغه وزارت  ټولو بنسټونو ته لارښوونه کيږي  چې له  کميسيون سره همکاري وکړي.
ده دغه راز د دغه کميسيون له رئيسې څخه وغوښتل چې دخپلو اجرااتو رپوټ هم وړاندې کړي.  پاى \ج\ذ 

Last modified on Sunday, 11 February 2018 12:15
back to top