21 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د راډیو د نړېوالې ورځې په ویاړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پېغام!

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د بیان د آزادۍ په لار کې راډیو یوه له هغو مخکښو وسیلو څخه ده چې له اماني پیره یې تر دا مهاله ولسونه ارزښت ته قایل دي.
په هېواد کې د ستر غازي شاه امان الله خان زرینه دوره د نوښتونو او د هېواد د پرمختګ دوره وه، نو په دې دیموکراتیکه دوره کې د بیان د آزادۍ د نهادینه کولو لپاره د چاپي رسنېو تر څنګ د کابل راډیو هم خپلې خپرونې د لمړي ځل لپاره له لندني کوټې څخه پېل کړې، چې دا مهال په هېواد کې د فعالو غږیزو رسنېو شمېر  ۲۲۰ ته رسیږي، چې له دې ډلې ۳۸ په مرکز او ۱۸۲ په ولایتونو کې فعالیت کوي په همدې ډول په ورستېو پېنځو کلونو کې ۱۱۰ راډېوګانې جوړې شوي او ۲ راډیو ګانو خپل جوازونه لغوه کړي دي.
دغه شمېرې د ملي یووالي د حکومت د هغه ژمنې څرګندوی کوي چې د بیان د ازادۍ په لاره کې یې کړې وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د راډیو د نړېوالې ورځې په مناسبت ټولو هغو خبریالانو ته چې خپل ځانونه یې په دې لاره کې قرباني کړي د فردوس جنت غوښتنه کوي، د دوي کورنېو ته تسلیت وايې او د دوی قربانۍ به هیڅکله هېرې نه شي، نو په همدې اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خبریالانو د قربانېو او یاد په موخه سږ کال د یوه څلي د جوړولو د بنسټ ډبره هم کېښوده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددې ورځې له امله ټولو خبریالانو او په ځانګړي ډول راډیويي خبریالانو ته مبارکي وايي او غوښتنه یې داده، چې د هېواد ملي ګټو او ارزښتونو ته د ژمنیتا د اصل برسیره د عامه اذهانو په روښانه کولو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د بیان له آزادۍ څخه په هغه ډول چې په اساسي قانون او د هېواد په نورو نافذه قوانینو کې تعریف شوې پېروي وکړي. پاى_ ذکرالله

Last modified on Wednesday, 14 February 2018 05:14

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.