21 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

لس ميليونه يورو ليلامېږي

لس ميليونه يورو ليلامېږي

کابل \ باختر\ دغويي د مياشتې ٣٠ مه: مرکزي بانک (١٠)...

د اسلامي نړۍ د عالمانو کنفرانس جوړيږي

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د افغانستان د عالمانو د...

 د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

(( زموږ صنعت زموږ هويت دى )) په نامه د لاسي صنايعو نندارتون پرانستل شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د اطﻻعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن  (زموږ صنعت زموږ هويت دى )  په نامه  د لاسي صنايعو نندارتون په ملي نګارستان کې پرانست.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې  ؛  د ميرمنو د لاسي صنايعو په دې نندارتون کې  په لاس ګڼدل شوې  ډول ډول  جامې ، ګاڼې ، د انځورګرۍ تابلوګانې او خوراکي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې  په داسې حال کې چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يو شمېر ريېسان او صنعتکارې ميرمنې هم حاضرې وې، لومړى د نندارتون  جوړونکې  مدينې آستانې   خبرې وکړې او ويې ويل ؛ دغه نندارتون د پرموت د پروژې له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ملي نګارستان په همکارۍ  جوړ شوى دى او هدف يې  د ميرمنو  ځواکمن کول دي .
دې وويل ؛  په دې  نندارتون کې  د هغو ميرمنو لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي  چې د بېلابېلو لاسي صنايعو  د توليد وړتيا لري،  خو د نندارتون د جوړولو امکانات نلري.
دې زياته کړه، دغه راز د دغه نندارتون له لارې غواړو وښيو  چې ميرمنې هم دکار ، توليد او د مشرتابه  توان لري.
په دې نندارتون کې پوهاند باوري وويل ؛ د ميرمنو د ځواکمن کولو لپاره درې تجربې شتون لري،  لومړى  زده کړه او روزنه  چې له زانګو څخه  تر ګوره پورې بايد زده کړه وکړي ، دويم د ژوندانه چاپيريال بايد د ظرفيتونو د لوړولو لپاره مساعد کړو او دريم  دروني تحرک اوخودي ظرفيت ته بايد د پاملرنې په مرکز کې ځاى ورکړو.
ده زياته کړه،  نن ستاسو په نندارتون کې ( زموږ صنعت  زموږ هويت دى ) تر نامه لاندې  طرحه شوى شعار دا ثابتوي  چې تاسو د دې وړتيا  موندلې ده  چې، خپل کاري محصول خپل هويت وښيي .  دغه شعار ځواکمنې ښځې په ځان  او په خپل هويت  متکي کوي.
دغه راز د ملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني هم په خپلو خبرو کې  د دغه  نندارتون جوړول د ميرمنو د ځواکمنتيا نښه نښانه وبلله  او زياته يې کړه ؛  که  چيرې ميرمنو ته لازم فرصتونه برابر شي هغوى  په بيلابيلو برخو  په تيره بيا  د هنر او صنايعو  په بيلابيلو برخو کې  د ښو کارونو ، نوښتونو او د برياليتوبونو  ځواکمنتيا لري. پاى\  ج \ ذ

Last modified on Wednesday, 14 February 2018 05:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.