21 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د ځوانانو د چارو معينيت د رضاکارو ځوانانو ملي ډيټابيس جوړوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٢٤ نيټه :
د اطلاعاتو او  فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين  ډاکټر کمال سادات 
نن د ملګرو ملتو د پرمختيايي پروژو د دفتر  له استازو سره په کتنه کې وويل 
چې د دوى اداره په نږدې راتلوونکي کې د مرستندويو بنسټونوپه  همکارۍ
درضاکارو ځوانانو ملي ډيټابيس  جوړوي.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې ؛ د ځوانانو د چارو معين په دې کتنه کې څرګنده کړه  چې، په دغه ډيټابيس کې  به  د هغو ټولو رضاکارانو ځوانانو ليست شامل وي چې، د هېواد په مرکز او ولايتونو کې رضاکارانه فعاليتونه ترسره کوي  او د دغه  فرهنګ په رواجولو کې  د ځوانانو چارو له معينيت سره همکاري کوي.
سادات زياته کړه ؛  په اوسنيو شرايطو کې  د رضاکارۍ د فرهنګ  رواجول هېواد ته يوه  جدي اړتيا شمېرل کېږي  چې د پوهاوي  ورکولو د پروګرامونو په ترسره کولو او  له مزد پرته  د ټولګټو،فرهنګي او ټولنيزو کارونو په ترسره کولو سره   وکولاى شي  خلک او ځوانان  خدمت کولو ته سوق کړي.
له بله پلوه  د يو ان  ډي  پي  د دفتر استازي زلمي شيرزاد  وويل چې، د دوى دفتر به  د دغې پروژې په مالي اوتخنيکي برخه کې  مرسته وکړي.
ده دغه راز په افغانستان کې  د رضاکارانه فعاليتونو د قانون د طرحې په باب خبرې  وکړې او ويې ويل : اوس  چې د رضاکارانو  طرزالعمل  د ځوانانو چارو   د معينيت له خوا  جوړ شوى دى بايد په قانون بدل شي. پاى\ ج\ ذ

Last modified on Wednesday, 14 February 2018 06:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.