20 August 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دغير ملموسو فرهنګي ميراثونو دکميسيون لومړى غونډه جوړه شوه .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دسلواغې پنځه ويشتمه :
دغير ملموسو  فرهنګي ميراثونو دکميسيون لومړى غونډه نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرست پوهاند محمد رسول باوري په مشرۍ جوړه شوه .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله  مخې ، ددغې غونډې په پيل کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ديونسکو په سازمان کې  دغير ملموسو  فرهنګي ميراثونو  دثبت  په خاطر په سيمه کې رامنځته شويو خوځښتونو ته په اشارې سره وويل  په لومړى ګام کې دې ته اړتيا ده چې په افغانستان کې غير ملموس  فرهنګي ميراثونه  وپيژندل شي او وروسته فهرست شي چې بيا په يونسکو کې ثبت شي .
په دې غونډه کې ددغه کميسيون غړو دغير ملموسو  فرهنګي ميراثونو په باب دمعلوماتو دراټولولو دمرکز په جوړولو باندې  ټينګار وکړ اوطرحه يې کړه چې په دې برخه کې دواحدې ادارې جوړولو ته اړتيا ده .
ددغې غونډې  په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست وويل چې بايد داغا خان دفرهنګي بنسټ ګويټه انستيتوت  دفيروز کوه موسسې او په کابل کې دفرانسې دسفارت استازو ته دکميسيون په راتلونکې غونډه کې دګډون بلنه ورکړى شي او هم دخلکو دفرهنګ رياست  ته دنده وسپار ل شوه چې په ولايتونوکې مسوولان موظف کړي چې غير ملموس  فرهنګي ميراثونه وپيژني .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.