13 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دلاجوردو  له لارې ترکيې ته  دافغانستان دلومړنيو  سوداګريزو  مالونو صادرات

دلاجوردو له لارې ترکيې ته دافغانستان دلومړنيو سوداګريزو مالونو صادرات

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : لومړني سوداګريز مالونه دجګپوړو...

په ننګرهار کې دپاسپورت  دويش دبرخې له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

په ننګرهار کې دپاسپورت دويش دبرخې له نويو تاسيساتو څخه ګټه اخستنه

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : دننګرهارپه ولايت کې ...

 دننګرهار دپاسپورت  دادارې شپږ پنځوس  مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

دننګرهار دپاسپورت دادارې شپږ پنځوس مليونه افغانۍ عايد ترلاسه کړي دي

کابل باختر دليندى دوه ويشتمه : دننګرهار ولايت دپاسپورت...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د بودا مجسمې د بيا رغاونې تخنيکي کميټې غونډه وکړه

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \ باختر دسلواغې ٣٠ نيټه :
دبودا مجسمې د بيارغاونې  د تخنيکي  کميټې لومړۍ غونډه  نن   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د فرهنګي معين او سرپرست محمدرسول باوري په مشرۍ  جوړه شوه.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛په دې غونډه کې  لومړى   دتاريخي آبداتو   دساتنې اوترميمولو رئيس عبدالاحد عباسي په باميانو کې د بودا مجسمو  د ترميماتي کار په باب رڼا واچوله.
په همدې حال کې پوهاند محمدرسول باوري په دې غونډه کې وويل چې، د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  د موجودو امکاناتو په چوکاټ  او د يونسکو په همکارۍ د تاريخي آبداتو او آثارو په تېره بيا  په باميانو کې د بودا مجسمو  دپاتې شونو د ساتنې او بيارغاونې په لاره کې يولړ کارونه ترسره کړي دي .
دغونډې برخه والو دبودا دمجسمو دبيارغاونې په باب خپلې نظريې وړاندې کړې  .
دغه راز د يونسکو استازي  د افغانستان د تاريخي  اولرغونو آثارو  او آبداتو په ساتنه کې د دغه سازمان د همکارۍ  يادونه وکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت  سرپرست  دبودا مجسمو دبيارغاونې د تخنيکي کميټې له غړو څخه وغوښتل چې   په راتلوونکې غونډه کې دې په دې باب  خپلې توحيدي نظريې وړاندې کړي څو دبودا د ٣٨ متره مجسمې  دبيا رغاونې په مقصد  پروګرام جوړ شي. پاى \ ج\ ذ

 

Last modified on Monday, 19 February 2018 20:15

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.