20 April 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

خبرتيا

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت خبرتيا
  دخصوصي ټوليزو رسنيو دتاسيس او فعاليت دڅرنګوالي دمقررې  په ځينو مادو کې دتعديل او ايزاد طرحه چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  له خوا دافغانستان  داسلامي جمهوريت  کابينې ته وړاندې  شوې وه دکابينې  د ١٣٩٦ کال دمرغومي دمياشتې  دشپږمې نيټې په غونډه کې  په دريو مادو کې تصويب  او دافغانستان  داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست  دعالي مقام  له خوا منظوره شوه .
  تعديل او ايزاد  دټوليزو رسنيو دقانون په  ٢٧ ماده کې ددرج شويو رسنيو اوبنسټونو دحق الامتياز  او حق التضمين  دپيسو په سلو کې  دپنحوسو  دکمښت اوثبت دشرايطو په باب دخصوصي ټوليزو رسنيو دتاسيس  او فعاليت دڅرنګوالي  دمقررې  په اوومه ماده کې  دې په دې وسيله  درسنيو او دفرهنګي  اونشراتي  بنسټونو  هغو ټولو خاوندانو ته چې تراوسه پورې  يې دفعاليت  جواز نه دى اخستى او دغه راز درسنيو اوبنسټونو  دامتياز هغو خاوندانو  ته چې دلنډ مهالې ادارې  له پيل څخه تراوسه پورې دخپل فعاليت  دجواز  په تمديد اقدام  نه دى کړى  خبرورکول  کيږي  چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دخپل فعاليت  دجواز دبيا ثبت په مقصد ددغې خبرتيا دخپريدو  له پيل  څخه  ددوو اوونيو په بهير کې  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  ته مراجعه وکړي او خپل جوازدې تمديد او يا لغو کړي .
  له دې پرته  ددوى درسنۍ يا بنسټ  نوم داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له زيرمه تون  څخه حذف او نورو حقيقي  او حکمي اشخاصو ته  به ورکړى شي  بيا به دشکايت حق ونه لري 
ختم _ ف _ اکرم

Last modified on Monday, 16 April 2018 05:58

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.