24 May 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

پنځه تنه ډار اچوونکي په کونړکې ووژل شول

-کابل-باختر د غبرګولی د میاشتې ۳مه پنځه تنه ډار اچوونکي پرون...

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل باختر د غبرګولې د میاشتې ۳مه: د افغانستان د...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له خوا د لوګر دعينکو د مسو دکان په لرغونو ساحو کې دکېندنو دنوي پړا و پيل .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د  ثور  لومړى :
د لوګر دعينکو دمسو دکان په لرغونو ساحو کې دکېندنو لسم پړاو نن د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په شتون په رسمي ډول پيل شو .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول  باوري دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت معين عبدالرزاق اميري ، دلوړو زده کړو وزارت معين ، دلوګر والي محمد انور خان اسحق زي او د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د ځينو ادارو ريېسانو نن د لوګر دعينکو دمسو دکان لرغونې ساحې او د هغه ساحوي موزيم وکوت .
د عينکو د مسو دکان دکېندنو د پروژې آمر خير محمد خيرزاده باختراژانس ته وويل چې، دعينکو دمسو دکان  لرغونو ساحو دکابو پنځه  کيلومتره مربع ځمکې ساحه احتوا کړې ده چې په يوسلو شلو سيمو وېشل شوې ده .
ده زياته کړه چې، په دغو ساحو کې له  ٢٠٠٩ ميلادي کال  راپه دې خوا کېندنې پيل شوي دي چې تر اوسه پورې ترې کابو درې زره منقول اثار دکابل ملي موزيم ته لېږدول شوي دي .
ښاغلي خيرزاده زياته کړه چې دتېرکال  په بهير کې  دعينکو دمسو دکان له لرغونو ساحو څخه نهه سوه يو نوي اثار ترلاسه شوي او دکابل ملي موزيم ته لېږدول شوي  دي چې تراوسه پورې د دغو ساحو دکېندنو په سلو کې شپيته کار  پرمخ تللى دى .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست  پوهاند محمدرسول باوري  د عينکو دمسو دکان دلرغونو ساحو دکېندنو  دلسم پړاو دپرانستلو په وخت کې وويل: دعينکو دمسو دکان لرغونې ساحې له ارزښتناکو او قيمتي اثارو څخه ډکې دي چې په هغو کې  معبدونه ، ستوبې ، سکې  ډبرينې  او خټينې  مجسمې  چې لرغونتيا يې دبودايانو ، زردشتيانو اودکوشانيانو په دورو پورې اړه پيداکوي شتون لري.
پوهاند باوري زياته کړه چې   دعينکو دمسودکان په لرغونو ساحو کې منقول اثار ، غير منقول اثار او د استوګنې  کورونه شته چې تراوسه پورې شپږ سوه ډېر ارزښتناک اثار له دغو ساحو  څخه دکابل ملي موزيم ته لېږدول شوي دي .
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې، د لوګر دعينکو دمسو په کان کې د مسو په شتون سربېره داسې لرغونې ساحې شته چې په هغو کې زيات اثار شته .
  ده څرګنده کړه،  ترهغه وخته پورې چې دکېندنو کار  پاى ته  نه وي رسيدلى په لرغونو ساحوکې  به د مسو را  اېستل ترسره نه شي .
پوهاند باوري زياته کړه  چې، دعينکو د مسو دکان په لرغونو ساحو کې څه ناڅه پنځه سوه  تنه کارګران   په کېندنو بوخت دي او دکېندنو د بهير  په ګړندي کولو  سره به دغه ارقام دوه برابره کړي .
ده په راتلوونکي  کال کې د محمد اغې په ولسوالۍ  کې د يوه موزيم دجوړولو دکار دپيل خبرهم ورکړ .
د لوړو زده کړو وزارت معين په خپلو خبرو کې  د عينکو د مسو دکان دلرغونوساحو  دکېندنو د لسم پړاو د پيل کېدو له امله د خوښۍ په څرګندولو سره وويل چې،  په راتلوونکي  کال کې به په لوګر  پوهنتون کې د لرغونپوهنې او دکانونو ديپارتمنتونه جوړ شي .
دکورنيو چارو وزارت دعامه محافظت   معين عبدالرزاق اميري ډاډ ورکړ چې دعينکو دمسو دکان دساحو د امنيت دلاښه تامينولو په لاره کې به زياتې هلې ځلې وکړي
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او ملګري هيئت  يې دعينکو د مسو دکان ساحوي موزيم ، بودايي معبدونه ، استوپې اولرغونې ساحې هم وکتلې .
  ختم_ عطاالله _اکرم

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.