10 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني: زما او د حکومت اراده داده چې د فساد رېښې وچې شي

جمهوررئیس غني: زما او د حکومت اراده داده چې د فساد رېښې وچې شي

کابل باختر د ليندى اتلسمه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت...

په يکاولنګ  کې ددووښوونځيو ودانۍ  ګټې  اخستنې ته وسپارل شوې

په يکاولنګ کې ددووښوونځيو ودانۍ ګټې اخستنې ته وسپارل شوې

کابل باختر د ليندى اتلسمه : دباميانو ولايت په يکاولنګ ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمد رسول باوري : ناملموس فرهنګي ميراث دې وپېژندل شي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن  په هغې روزنيزه کارګاه کې  چې د ناملموسو فرهنګي ميراثونو د ساتنې په  مقصد  جوړه شوې وه ، د دغو ميراثونو په پېژندلو او ساتلو ټينګار وکړ.
د باخترآژانس د خبريال د خبرله مخې  ؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مقصد  جوړه شوې وه،  لومړى د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت   سرپرست  خبرې وکړې او ويې ويل چې، دغه وزارت هلې ځلې کوي  چې ناملموس  فرهنګي ميراثونه  وپېژني او فهرست يې  جوړ کړي  چې دغه ميراثونه دې  په نړيوال ليست کې شامل شي .
د ده د څرګندونوله مخې ؛  د فرهنګي  ميراثونو ساتنه  او پراختيا د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په کاري لومړيتوبونو کې دي.
د اطلاعاتو اوفرهنک وزارت سرپرست  د ناملموسو فرهنګي ميراثونو د ساتنې په لاره کې  له يونسکو څخه   د همکارۍ مننه وکړه او ويې ويل  ؛ چې يونسکو د دغو ميراثونو د ساتنې لپاره  يو پلان جوړ کړى دى  چې کيداى شي په دې لاره کې ګټور وي.
په افغانستان کې د يونسکو ريېس په لنډو خبرو کې وويل ؛  چې يونسکو له افغانستان سره په فرهنګي برخو کې همکاريو ته چمتو ده.
ده زياته  کړه   چې، افغانستان   د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په لاره کې   يولړ ګامونه اخيستي دي  خو لا هم زياتو هلوځلو ته اړتيا لري.
د ملګروملتو د سازمان په  چارو کې  د جمهور ريېس د سلاکار مرستيال  شفيق همدم  او په اجرايېه رياست کې  د فرهنګ او هنر  د ديپارتمنت د همغږۍ  آمر  فقيراحمدميوندپه خپلو خبرو کې  د ناملموسو فرهنګي ميراثونو په برخو کې  د اطلاعاتواوفرهنګ  له وزارت  سره په خپلو همکاريو ټينګار وکړ.
دغه کارګاه ديونسکوپه همکارۍ  ددريو ورځو لپاره دافغانستان په ملي موزيم کې  دوام کوي . پاى \  ج\  ذ

Last modified on Sunday, 22 April 2018 12:54

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.