20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړلې شوې

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرست پوهاند محمدرسول باوري په مشرۍ  نن د خپرونکو او کتاب پلورونکو د ستونزو د څيړنې  په خاطر غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه غونډه چې په فرهنګي چاروکې د جمهور رئيس د سلاکار  اسدالله غضنفر ، د ملي امنيت د شورا د فرهنګي چارو د سلاکار نجيب الله منلي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سلاکار ډاکتر طارق رشاد، د کابل ښاروالۍ د کلتوري رئيس سيد مصطفى سعيدي او د يوشمېر خپرونکو په ګډون جوړه شوه؛ د خپرونکو او کتاب پلورونکو او په تېره بيا د ښار په مرکز او ناحيوکې دوى ته د يو مناسب ځاى د تثبيتولو په باب د دوى د يولړ ستونزو په اړوند او دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت او د خپرونکو ترمنځ د ښو اړيکو د تامينولو په مقصد د متقابلو همکاريو په باب خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غونډې برخه والو د دغو مواردو په باب خپل پيشنهادنه، نظريې او طرحې وړاندې کړې.
دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تقنين او پاليسۍ د سلاکار دلاور نذير زوى په مشرۍ او د خپرونکو، کتاب پلورونکو، کابل ښاروالۍ، د ځمکه والۍ د خپلواکې ادارې او د بيهقي د کتاب چاپولو د رياست د استازو په ګډون يوه کمېټه جوړه شوه چې د خپرونکو او کتاب پلورونکو د فعاليتونو د څرنګوالي په خاطر د مقررې او طرزالعمل د برابرولو او د ښار په مرکز او بېلابېلو ناحيوکې  دوى ته د مناسب ځاى د تثبيتولو په اړوند کار وکړي.
پوهاند باوري ټينګار وکړ چې د اړوندو بنسټونو په همکارۍ او همغږۍ به  د خپرونکو او کتاب پلورونکو ستونزې وڅيړل شي.
پاى \ ج\ ذ

Last modified on Sunday, 20 May 2018 10:41

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.