20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د افغان فلم آرشیف مصؤن ځای ته انتقالیږي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي دمياشتې ٢١مه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلین وايي چې د افغان فلم آرشیف چې د هېواد د تاریخ او ارزښتونو د ساتنې ځای دی، ارګ ته لیږدول کیږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ویاند محمد صابر مومند په وینا، ددغه وزارت له رهبرۍ سره په همغږۍ به د افغان فلم آرشیف ارګ ته ولیږدول شي.
نوموړی وایې چې په دې وروستېو وختونوکې د دې فلمي مؤسسې هر اړخیزه بررسي وشوه او له مخې یې په دې مؤسسه کې ځینې تختې په ګوته شوې، نو له همدې امله څو دلیلونه موجود دي چې دغه آرشیف دې ارګ ته وليږدول شي.
هغه وايې: (( لومړی زموږ د پخوانیو تجربو په اساس هغه آثار چې څلور یا پينځه لسیزې وړاندې په ملي موزیم کې وو، د جګړو پر مهال  ټول ولوټل شول او هغه آثار چې د ارګ موزیم ته انتقال شوي‌ وو، تر اوسه خوندي‌ دي. همدا رنګه په دې ورستېو کې پریکړه شوې د وزارتونو لپاره په دارالامان کې ځانګړې ځای جوړیږي او ټولې ادارې به هلته انتقالیږي او بله دا چې له دې تاریخي آرشیفه به څوک په نا قانونه توګه ګټه نه شي‌ پورته کولای نو دا لاملونه دي چې دا غني آرشیف ارګ ته انتقالیږي او له ملي ارزښتونو سره دې د شخصي عقدو له مخې برخورد نه کیږي.))
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ویاند په خبره، د دې تر څنګ به د هغه طرزالعمل له مخې، چې د یاد آرشیف د کارونې لپاره موجود دی، په قانوني توګه ګټه پورته کیږي.
د یادولو ده چې افغان فلم په افغانستان کې لومړنۍ فلمي‌ او سینمايي مؤسسه ده چې په ۱۳۴۷ هـ ش کال کې د آمریکا د متحده آیالاتو د پراختیايي ادارې له لورې یې د ودانۍ او تخنیکي چارو مرسته وشوه چې په پیل کې په دې آرشیف کې د شاه امان الله خان، وروستي‌ ټولواک اعلیحضرت محمد ظاهر شاه او همدارنګه د سردار محمد داود خان د واکمنېو د مهال رسمي سفرونه او تړونونو ویډیوګانې خوندي شوې. #
پاى_ذ

Last modified on Monday, 11 June 2018 10:27

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.