18 June 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

د ملي اردو یو منسوب په فاریاب کې ټپي شو .

د ملي اردو یو منسوب په فاریاب کې ټپي شو .

کابل باخترداغبرګولي ۲۷ د فاریاب ولایت په میمنې ښارکې تیره شپه...

په نورستان کې دشپږو  تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

په نورستان کې دشپږو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل باختر د غبرګولې اته ويشتمه دطالبانو په ډلې پورې...

دفراه په انار درې دوسله والو طالبانو ډله ئيز بريد .

کابل باختر د غبرګولي اته ويشتمه : وسله والو طالبانو ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمد رسول باوري، د چين او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ترمنځ د فرهنګي اړيکو په پراختيا ټينګار وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د غبرګولي  دوه ويشتمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن په کابل کې د چين سفارت له شارژدافير سره په کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د چين هېواد ترمنځ د فرهنګي اړيکو د پراختيا په باب ټينګار وکړ .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د زياتو فرهنګي اړيکو د ټينګښت او پراختيا ، د بدخشان ولايت واخان ولسوالۍ ته د چين هېواد د لرغونپوهانو او د لرغونپوهنې رياست د لرغونو ساحو د سروې په خاطر د هيئت د ټيم ګډ سفر، په کابل کې د افغانستان او چين د ګډ فرهنګي اوونۍ ترسره کول او د افغانستان او چين ترمنځ د وريښمو د لارې او د فرهنګي او تاريخي اړيکو د سيمينار د جوړولو په باب خبرې اترې  وشوې .
دغه راز په کابل کې د چين سفارت شارژدافير د دې ترڅنګ چې د دغه هېواد علاقمندي د دواړو  هېوادونو ترمنځ  دفرهنګي اړيکو د پراختيا په خاطر  څرګنده، په ډاګه کړه چې پوهاند محمد رسول باوري ته به، په هغه فرهنګي نندارتون کې چې په نږدې راتلونکي کې د چين په هېواد کې ترسره کيږي؛ په رسمي توګه بلنه ورکړي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

Last modified on Wednesday, 13 June 2018 05:13

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.