18 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

 دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

دباميانو دپوهنتون ليليه جوړېږي .

کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه : دباميانو ولايت دپوهنتون...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

ډاکتر کمال سادات: ناوړه دودونه د ښځو او ماشومانو په پرخلاف د تاوتريخوالي عامل دی

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې١٨نيټه :
د هنريار فرهنګي او هنري موسسې د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت او ديوشمېر نورو بنسټونو په همکارۍ نن د ښځو او ماشومانو پرخلاف د تاوتريخوالي پروګرام جوړ کړ.
په دې پروګرام کې دوه لنډ فلمونه او د عکاسۍ نندارتون چې د ښځو په پرخلاف  د تاوتريخوالي ښکاروندى و، نندارې ته وړاندې شول .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معين په لنډو خبروکې وويل  چې د دغو فلمونو ننداره کولاى شي ښځې او ماشومان له خپلو حقوقو څخه خبر کړي.
ډاکترکمال سادات زياته کړه چې د اسلام مقدس دين انسانانو ته يوشان حقوق ورکړي دي او نه بايد د يو خاص قشر په وړاندې تبعيض وشي.
ده د ښځو او ماشومانو پرخلاف زيات تاوتريخوالی په ټولنه کې د ناوړه دودونو  زيږنده وبلله او له ځوانانو څخه يې وغوښتل ترڅو په  دې لاره کې مبارزه وکړي.
په دې غونډه کې د ځوانانو د چارو معين په ودونوکې د بېځايه لګښتونو د له منځه وړلو په خاطر د ډله ييزو ودونو خبر ورکړ او زياته يې کړه چې د دغو ټولو  ودونو لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معينيت له خوا ورکول کيږي.
د ښځو او ماشومانو د حقوقو فعال سيد فرهاد  هاشمي وويل: د يونيسف د رپوټ له مخې افغانستان د ښځواو ماشومانولپاره يو يو ستر زيانمنونکی هېواد دى  .
ده د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه وغوښتل ترڅو د ښځو او ماشومانو  د حقوقو د ملاتړ په برخه کې د پيغامونو په خپرولو سره د هغوى ملاتړ وکړي.
د زيانمنوونکو افرادو د ملاتړ موسسې رئيسې سکينې سخي وويل چې نامناسب کاري چاپيريال، بېسوادي ناوړه دودونه د ښځو اوماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي سبب کيږي .
دې په دې لاره کې د نافذو قوانينو څيړنه او د ښځو او ماشومانو پرخلاف د تاوتريخوالي د عاملانو د معافيت مخنيوى د ښځو او ماشومانو پرخلاف د  تاوتريخوالي په برخه کې قانوني اقدامات وبلل .
پاى\ ذکرالله


 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.