20 July 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

جمهوررئیس غني د جمهوري ریاست (ارګ) ارشیف پرانیست

کابل \باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : د افغانستان د اسلامي...

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

په فراه کې دوسله والوطالبانو دډلې يو مرکز له منځه يوړل شو

دفراه ښار\باختردچنګاښ دمياشتې٢٨نيټه : هوايي ځواکونو تيره شپه ...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

دسولې دغږ په نامه مشاعره په لوګر کې جوړه شوه.

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ  درې ويشتمه :
دسولې دغږ تر عنوان لاندې  مشاعره په لوګر ولايت کې جوړه شوه .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  دلوګر دمرکز التمور  دکلي دځوانانو له خوا دلوګر دوالي محمد انور خان اسحق زي ، امنيه قوماندان سمونوال محمد ابدالي ، دولايتي شورا درييس حسيب الله ستانکزي ، داطلاعاتو اوفرهنګ رييس محمد شفيق پوپل  ، ديوشمير دولتي ادارو درييسانو ، قومي مشرانو ، دخيبر پښتونخوا دځوانانو دسولې دکاروان او ددغه ولايت دشاعرانو په ګډون  جوړه شوې وه ، يو تن  دالتمور دکلي دځوانانو په استازيتوب خبرې وکړې او ويې ويل چې ددغې مشاعرې دجوړولو هدف  دسولې په اړوند  دوروستيو پروګرامونو ملاتړ دى . او دجګړې له ښکيلو لورو څخه يې وغوښتل  چې ورور وژنه  پاى ته ورسوي .
دخيبر پښتونخوا دسولې دځوانانودکاروان مسوول  جرنيل پشتون  وويل موږ زيات کلونه کېږي چې په پاکستان کې شپې سبا کوو . زموږ  دهېواد افغانستان اوسنى حالت  موږ  دې ته اړ کړو چې له کومې ترانسپورتي وسيلې پرته دسولې د غږ  دلوړولو په خاطر له خيبر پښتونخوا څخه  دافغانستان په لور حرکت وکړو لوګر ته راورسيدو او دلوګر ولايت دځوانانو دغه کار موږ سولې تامينولو ته هيله مند کړي يو .
دلوګر والي محمد انور خان اسحق زي د التمور کلي  دځوانانو ددغه ښهکار له امله دخوښى په څرګندولو سره زياته کړه چې  زموږ ټول خلک  د سولې تږي  دي او په هېوادکې اوسنى جګړه دپرديو کار دى . 
موږ بايد د تقابل دسياست پرځاى  دهمکارى سياست  غوره کړو . چې  دوامدارې سولې ته ورسيږو .
دلوګر ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رييس  محمد شفيق پوپل هم په خپلو خبرو کې سوله  دافغانستان دخلکو په تيره بيا دځوانانو يواځنى او پخوانۍ هيله وبلله او زياته يې کړه  که چيرې  دغه ځوان قشر په يوغږ سره دسولې او ملي يو والي  دتامينولو په لاره کې  هراړخيزې هلې ځلې وکړي  ، لرې به نه وي چې  سولې ته ورسيږو .
وروسته  شاعرانو هريو په هېواد کې دملي وحدت په باب خپل شعرونه ولوستل
  ختم_ ج _ اکرم

 

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.