20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

حسينې صافۍ داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره داغاخان دفرهنګي بنسټ په زياتو همکاريو ټينګار وکړ .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې او نوماند وزيرې حسينې صافۍ داغاخان دفرهنګي بنسټ له رييس سره په کتنه کې له دغه وزارت سره ددغه بنسټ په زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې کتنه کې داغا خان دفرهنګي بنسټ رييس اجمل ميوندي دهېواد په مرکز او ولايتونوکې دده دبنسټ دفعاليتونو ، کړنو او دبيا رغاونې دپروژو په اړوند معلومات ورکړل او ويې ويل يوه له هغو مهمو پروژو څخه چې ددغه بنسټ له خوا کار پرې دوام لري دکابل دچهلستون ماڼۍ بيا رغاونه ده چې کار يې تر پنځه څلويښتو ورځو پورې بشپړيږي . ده دغه راز دکابل دبالاحصار دديوالونو ديوې برخې دټينګښت دپروژې ، دکابل دماشين خانې او ديوشمير نورو پروژو دپلې کولو دکار په باب چې کار يې داغا خان دفرهنګي بنسټ له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت او له کابل ښاروالۍ سره په همکارى کې پرمخ بيول کېږي توضيحات ورکړل . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ددې تر څنګ چې په فرهنګي برخو په تيره بيا دتاريخي ابداتو دبيا رغاونې په برخه کې داغا خان دفرهنګي بنسټ دکړنو له امله قدرداني وکړه دتاريخي ابداتو او اماکنو بيا رغاونې ته پاملرنه يې ددغه وزارت کاري لومړيتوب وباله . دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې له دغه وزارت سره داغا خان دفرهنګي بنسټ په زياتو همکاريو باندې ټينګار وکړ . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Tuesday, 17 July 2018 04:26

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.