20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

تبصره

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : ددښمن داټکل پرخلاف...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

بدخشان دفرهنګ او تاريخ په اوږدو کې علمي _څيړنيز سيمينار ديو پريکړه ليک په صادريدو سره پاى ته ورسيد .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر د چنګاښ ٢٥: بدخشان دفرهنګ او تاريخ په اوږدو کې علمي _ څيړنيز سيمينار نن په دولسو فقرو کې ديو پريکړ ه ليک په صادريدو سره پاى ته ورسيد . ددغه سيمينار کار درې ورځې مخکې دافغانستان دعلومو اکاډمۍ په اهتمام پيل شوى و . دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دهېواد دڅيړونکو او دعلمي ادبي اوفرهنګي شخصيتونو په ګډون دسيمنيار برخه والو په پريکړه ليک کې دفرهنګ په ودې او دبدخشان دتاريخي ادبي فرهنګي او هنري ميراثونو په ساتنې ټينګار کړى دى او په بدخشان کې دوريښمو دتګلوري دبيا حيا کولو غوښتنه کړې ده . دپامير دحوزې ژبو ته پاملرنه او دبدخشان دسياحتي جاذبو دورپيژندنې په برخه کې دنندارتونونو جوړول ددغه سيمنيار دبرخه والو نورې غوښتنې وې . دبدخشان اوبيزوسرچينو اوکانونو او دژوندانه چاپيريال ته پاملرنه او دنه پيداکيدونکو حيواناتو دله منځه تلو مخنيوي او په سيمينار کې دلوستل شويو مقالو چاپول هغه نور مواردو و چې په پريکړه ليک کې پرې ټينګار شوى دى . دسيمينار په نننۍ او پروني کار کې دبدخشان پوهنتون مرستيال استاد نياز محمد ذاکري ، شاعر نور محمد خواهاني ، دافغانستان دعلومو اکاډمۍ غړي خير محمد حيدري ، عبدالشکور واقف حکيمي ، مترضي حامد ، مرزا محمد ، يار محمد محمدي ، امام محمد ساعي ، فضل الرحمن توغرا ، عبدالواصل لطيقي ، ډاکتر عبدالهادي حميدي ، مولوي عبدالعزيز عزيز ، سرڅيړونکى سيد علي شاه روستا يار ، استاد فضلي اماج ، څيړونکې غوټي خاورې ، شاه محمد ميهن ور ،سيما رسولي ، صديقي لعل زاد ، سيد علي اقبال ، بشير احمد بيدار او ډاکتر عبدالعزيز برهان دبدخشان دفرهنګ ،شعر او ادب ، تاريخي اولرغونو ساحو طبيعي اوسياحتي جاذبو او دنورو مواردو په باب خپلې څيړنېزي مقالې وارولې . په پاى کې دسيمينار کار دپوهاند عبدالقيوم قويم له خوا مثبت وبلل شو . برخه والو خپلې غوښتنې په پريکړه ليک کې وړاندې کړې او دسيمينار کار پاى ته ورسيد . ختم- عطاالله _ اکرم

Last modified on Tuesday, 17 July 2018 04:23

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.