20 October 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

په پکتيا کې دراي ورکولو يو مرکز ته څيرمه يو بم کشف شو .

په پکتيا کې دراي ورکولو يو مرکز ته څيرمه يو بم کشف شو .

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : په پکتيا ولايت...

دحسين خيلو دليسې دراي ورکولو دمرکز امنيت دخلکو له خوا تامين شوى دى .

دحسين خيلو دليسې دراي ورکولو دمرکز امنيت دخلکو له خوا تامين شوى دى .

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : دبګراميو ولسوالۍ دحسين...

دنبوي جومات دراي ورکولو مرکز په منظم ډول  کارکوي .

دنبوي جومات دراي ورکولو مرکز په منظم ډول کارکوي .

کابل باختر د تلي اته ويشتمه : دجوي شير په...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

افغان تکواندو کارانو د کوريا په فرهنګي سياليوکې ګډون وکړ

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دزمري دمياشتې ١٧ نيټه :
د هېواد د تکواندو ملي ټيم پرون په جنوبي کوريا کې په يوه فرهنګي غونډه کې ګډون  وکړ .
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه فرهنګي پروګرام د جنوبي کوريا د پوچان ښاروالۍ له خوا جوړ شوى و چې په هغه کې د جنوبي کوريا ،تايلند او د چين دهېوادونو محصلانو او د افغانستان د تکواندو ملي ټيم ګډون کړى و .
دهېواد تګواندو د ملي ټيم د ښوونکي بشير تره کي د خبرله مخې، په دې غونډه کې  زموږ د هېواد ورزشکارانو د دغو هېوادونو له محصلانو سره وکتل او خبرې اترې يې ورسره وکړې.
ددغې غونډې په پاى کې د افغانستان د بدني روزنې او د المپيک د ملي کميټې د لوى رياست د مننې لوحه د تره کي له خوا د افغانستان د تکواندو له ټيم څخه د پوچان ښاروالۍ د کوربه توب له امله دغه ښاروال ته ورکړی شوه.
د هېواد د تکواندو ملي ټيم مخکې له دې د کوريا اوپن په نړيوالو سياليو کې هم  ګډون کړى و چې د سرو زرو او د برونزو دوه دوه مډالونه يې ګټلي وو.
پاى\ ج\ ذ 

Last modified on Wednesday, 08 August 2018 13:24

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.