11 December 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د باميانو د ښوونځيو ښوونکو د فرهنګي ميراثونو د ساتنې لارې چارې زده کوي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختر دزمري دمياشتې ١٧ نيټه :  
د باميانو ولايت د ښوونځيو ښوونکو ته د فرهنګي ميراثونو د ساتنې روزنيره کارګاه نن جوړه شوه.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې:
دغه روزنيزه کارګاه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د باميانو ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست له خوا د آسيا د جنوب بنسټ په همکارۍ پيل شوې ده او برخه والو ته د لسو ورځو لپاره د فرهنګي ميراثونو او د تاريخي آبداتو د ساتنې د لارو چارو په باب لوست ورکول کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي ميراثونو د مرکز آمر کشمي عدالتپور وويل  چې له ١٣٨١ کال را په دې خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د مدني ټولنې، رسنيو او د دغه وزارت ٤٨٠٠  کارکوونکي د مرکز په کچه د فرهنګي ميراثونو د ساتنې په باب روزلي دي او له  ١٣٩٣ کال څخه را په دې خوا دغه پروګرام يې د ولايتونو په  کچه پراخ کړى دى .
عدالتپور وويل چې دغه وزارت په راتلوونکي کې غواړي چې دغه شان پروګرامونه د ولسواليو او د کليو په کچه هم تطبيق کړي چې خلک د فرهنګي ميراثونو د ساتنې او ارزښت په باب معلومات ترلاسه کړي.
د باميانو ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست سرپرست  سيداحمدحسين احمدپور وويل   چې په دې کارګاه کې دتاريخي اوفرهنګي ساحو د ارزښت او دفرهنګي ميراثونو او د تاريخي آبداتو دساتنې په لاره کې به  داطلاع رسونې اوپوهاوي ورکولو  دپروګرامونو په ترسره کولو ټينګار وشي.
په دې روزنيزه کارګاه کې د باميانو ولايت د مرکز د ښوونځيو ٢٥ تنو ښوونکو چې د فرهنګي ميراثونوپه ساحوکې موقعيت لري او د باميانو ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست يوشمېر کارکوونکو ګډون کړى دى.
پاى \ ج \ ذ

Last modified on Wednesday, 08 August 2018 13:16

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.