24 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

دډاډګيرنې پيغام

دډاډګيرنې پيغام

کابل \باختردتلې دمياشتې١نيټه : دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني...

مطبوعاتي اعلاميه

مطبوعاتي اعلاميه

کابل \باختردتلې دمياشتې١نيټه : په پام کې ده د دې اوونۍ...

په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې په ثبات اغيزه کوي

په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې په ثبات اغيزه کوي

کابل \باختردتلې دمياشتې١نيټه : د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې د زياتو ظرفيتونو په رامنځته کولو ددغه وزارت دسرپرستې ټينګار .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دزمري ٢٦ داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې په دغه وزارت کې دکار په اغيزمنتوب باندې تينګار وکړ او داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې يې داصلاحاتو اودزياتو ظرفيتونوپه رامنځته کولو غوښتنه وکړه . دباختراژانس دخبرله مخې، داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ چې پرون يې ددغه وزارت له معينيانو او رييسانو سره په يوه غونډه کې خبرې کولې څرګنده کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کار په تيرو وختونوکې له خنډونو او ننګونو سره مخامخ و او دهغه په نسبت انتقادي نظر شتون لري سره له دې هم دغه وزارت زيات کارونه ترسره کړي دي . دې وويل چې ددې غونډې موخه داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې دکار داغيزمنتوب او مسووليت دڅرنګوالي څيړنه ده . دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستيو وختو کې داداري اصلاحاتو او دملکي خدمتونو دکميسيون دکارپوهانو يوه هيئت داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې يوه پنځلس ورځني څيړنه ترسره کړه ددغه هيئت له خوا په وړاندې شوي رپوټ کې دلند مهالو، منځ مهالو ، او اوږد مهالو اصلاحاتو دراوړلو ، دانکشافي اوعادي بودجې دلګولو دڅرنګوالي ، دستراتيژي پرتطبيق باندې دڅارنې دميکانيزم دڅرنګوالي ، تشکيلاتي مسئلو ، دبستونو دبدلونونو او دفرهنګي اتشو دستونزو په شان داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې ټکو ته اشاره شوې ده او په دې وزارت کې شته نيمګړتياوې په ګوټه شوي دي ددغه رپوټ په يوه برخه کې چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دحقوقي سلاکار دلارو نذير زوي له لوري توضيحات ورکړى شول، ويل شوي دي سره له دې چې داطلاعاتو اوفرهنګ په وزارت کې کابو دوه سوه تش بستونه شتون لري خو دافرادو استخدام دقرارداد له مخې شوي دي . داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ميرمن حسينې صافۍ وويل چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه وزارت ددندو دبيا څيړنې طرحه ترلاس لاندې لري او مسوولان دې بايد په دې برخه کې خپلې څيړنې په څلورو موخو سره تعقيب کړي چې په هغو دقوت دټکو ، کمزوروټکو ، فرصتونو او د ننګونو پيژندنه معيار دى . ميرمن صافۍ يادونه وکړه چې موږ بايد داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت کاري ستراتيژي داړتياوو له مخې عياره کړو نه دذوق او سليقې له مخې . ده ټينګار وکړ چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددندو بيا څيړنه يو ضروري کار دى خو دغه څيړنې نه شي کولاى ددې وزارت دکارکوونکو دندې او دهغه تشکيلاتي مسئلې زيانمنې کړي . وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمرکزي ادارو رييسانو ، دکاري ډلو په جوړولو سره چې داړوندو معينانو له خوا يې رهبري کيده د وړاندې شوې رپوټ په باب خبرې وکړې او دچارو دښه والي په موخه يې خپلې نظريې شريکې کړې . ختم _( ف _ اکرم

Last modified on Saturday, 18 August 2018 04:52

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.