25 September 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

شل تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : د داعش...

په نورستان کې د لسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

کابل/ باختر/ د تلې د مياشتې ۳مه : د داعش...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د تاریخي عکسونو یو شمیر سلایدونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي  نولسمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینې صافۍ په وړاندی د افغانستان د طبیعي منظرو د تاریخی عکسونو یو شمیر سلایدونه په لندن کې ددغه وزارت د افتخاري فرهنګی اتشې له خوا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته وسپارل شول.
ددغو سلایدونو د سپارلو په مراسمو کې چې په کابل کې پر ځای شول په لندن کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت افتخاري فرهنګی اتشه وحید پرونتا وویل: په دغو سلایدونو کی د افغانستان د بېلابېلو سیمو د طبیعی منظرو تاریخی عکسونه شامل دي چې په ۱۹۷۰ میلادي لسیزه کې دیو انګلیسي دانشمند فلیس فوکس له خوا چې د افغانستان د وخت د کانونو او صنایعو په وزارت کې د افغان منجمنت انستیتیوت د پروژې د مدیر په توګه یی کارکاوه عکسونه اخستل شوې وو.  ده زیاته کړه چې دغه سلایدونه د فوکس کورنۍ دې ته د سوغات په ډول ورکړی وو. او دی دغه تاریخی سلایدونه د ښې ساتنې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپاره. د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت سرپرستې حسینې صافۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته ددغو سلایدونو د سپارلو په خاطر د وحید پرونتا د همکارۍ له امله مننه او قدردانی وکړه.
پاى- ع

 

 

Last modified on Tuesday, 11 September 2018 04:31

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.