دفريب هنري فلم نندارې ته وړاندې شو

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل \باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
دفريب هنري فلم  په هرات ولايت کې نندارې ته وړاندې شو .
دغه فلم دهرات دافغان فلم دمديريت له خوا په دريو مياشتو کې دمحمدحارث يوسفزي  له خوا جوړ شوى  دى نن دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست په سالون کې  نندارې ته وړاندې شو .
په دې غونډه کې دهرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ  رئيس آريا رووفيان دافغان فلم  له مديريت  او دهغو ځوانانو  څخه چې ددغه فلم په  جوړولو کې رول درلود په مننې سره او دهرات له  فلم جوړونکو او هنرمندانو په يادونې سره دسينماهنريي دټولني په بېلابېلو  برخو کې اغيزمن او ګټور وباله  او ويې ويل  چې سينما دټولنې په ذهنونو زياته اغيزه لري.
دهرات دافغان فلم لوى مدير عبدالکريم محمديار دفلم  او دفريب فلم دجوړولوپه لاره کې دستونزو او چلنجونو په باب خبرې وکړې  او ويې ويل په دې فلم کې جنايي او  ورځنۍ مهمې موضوعګانې انځور شوي دي .
دغونډې په پاى کې  دافغان فلم دمديريت کارکوونکو او دفريب دفلم هنرمندانو ته دهرات  ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا ستاينليکونه وکړل شول .
ديادونې وړده چې په دې فلم کې ١٥٣ تنوهراتي هنرمندانو رول لوبولى دى.
پاى\ شکريه \ ذ

Last modified on Wednesday, 12 September 2018 20:28
back to top