13 November 2018

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

پنځه تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : د داعش په ډلې پورې...

په هرات کې د يوې چاودنې مخه ونيول شوه

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : د هرات پوليسو په دغه...

اوولس تنه داعشيان په ننګرهارکې ووژل شول

کابل \باختردلړم دمياشتې٢١نيټه : اوولس تنه داعشيان د هېواد...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

يو فرهنګي مرکز په هرات اوبل دايران په خراسان کې جوړيږي .

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه : ددوو فرهنګي مرکزونو دجوړولو په باب دهمکارى تفاهم ليک نن داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت او په کابل کې دايران داسلامي جمهوريت دسفارت ترمنځ لاسليک شو . دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه تفاهم ليک داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ او په کابل کې دايران سفير محمد رضا بهرامي لاسليک کړ . ددغه تفاهم ليک له مخې دوه فرهنګي مرکزونه يو په هرات کې اوبل دايران په خراسان کې جوړيږي . دغه دوه مرکزونه ددواړو هېوادونو ترمنځ په فرهنګ او هنر پورې داړوندو مسئلو په سمون کې کار وکړي حسينې صافۍ ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې ددواړو هېوادونو ترمنځ دژورو تاريخي او فرهنګي اړيکو په باره کې خبرې وکړې او ويې ويل چې افغانستان او ايران ګډ فرهنګ او تاريخ لري . دې دغه راز هيله وکړه چې دغه دوه مرکزونه په افغانستان کې دسولې او ثبات دټينګښت په کار کې يوه الګو وي . په مقابل کې دايران سفير وويل چې افغانستان او ايران دوه ورونه هېوادونه دي چې ګډ دين ، فرهنګ ، تاريخ او ژبه لري . ده وويل چې ايرانيان ، افغانستان خپل دويم کور بولي . ددغه تفاهم ليک دلاسليک کولو په وخت کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري هم حاضر و . ختم_ ف _ اکرم

Last modified on Monday, 17 September 2018 04:38

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.