18 September 2019

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

انتخابات او امنیتي ګواښونه

کابل/ باختر/ د وږي ۲٧ مه د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

د چين د لرغونپوهنې هيئت افغانستان ته راځي

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باختردوږي دمياشتې٢٦نيټه : د چين د ولسي جمهوريت د لرغونپوهنې هيئت په نږدې راتلوونکي کې د لرغونو آثارو د تحقيقاتو په خاطر افغانستان ته سفر کوي . د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: دغه مطلب په کابل کې د چين د ولسي جمهوريت سفير نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له سرپرستې حسينې صافۍ سره په کتنه کې بیان کړ . دغه هيئت افغانستان ته له راتګ وروسته د افغانستان د لرغونپوهانو له يوې ډلې سره د لرغونو آثارو د تحقيقاتوپه خاطر د بدخشان ولايت د واخان درې ته سفر کوي. په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د چين او افغانستان ترمنځ د تاريخي اړيکو په باب خبرې وکړې او د دغو اړيکو په پراختيا يې ټينګار وکړ . دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې د عينکو مسو د کان د لرغونو ساحو د کيندنو په لاره کې د دغه وزارت همکاري څرګنده کړه. ټاکل شوې ده راتلوونکي اوونۍ د افغانستان د جمهوري رياست د دويم مرستيال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ يو هيئت چين ته سفر وکړي . په کابل کې د چين سفير د دغه سفر بلنليک د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې ته وسپاره. پاى\ج\ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.