01 June 2020

RSS Facebook

سوداگریز


تازه خبرونه

محمود کرزی  د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

محمود کرزی د ښارجوړولو او اراضي وزارت سرپرست او نوماند وزیر وټاکل شو

کابل/ ۱۲ جوزا/ باختر د افغانستان اسلامي جمهوریت د چارو ادارې...

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د جمهوررییس محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر د افغانستان د...

د سولې بهیر په خورا حساس پړاو کې

کابل / د غبرګولي ۱۲ مه / باختر په اختر...

Youtube Player

khantry design

سوداگریز

سوداگریز

پوهاند محمد رسول باوري د پروان ولايت د توپ درې د استوپې پروژې د کار بهير وکوت

Written by  manager
Rate this item
(0 votes)
کابل \باختردوږي دمياشتې٢٨نيټه : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين پوهاند محمدرسول باوري نن د پروان ولايت د توپ درې د استوپې د کيندنو او ترميمولو د پروژې دکار بهير وکوت. د پروان له ولايت څخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې کتنه کې په داسې حال کې چې دتاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو رئيس ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي او د پروان ولایت د اطلاعاتو افرهنګ رئيس عبدالواحد هاشمي هم حاضر وو، پوهاند باوري وويل چې دغه استوپه د کوشانيانو په دورې پورې مربوطه ده او د ستر کنشکا په وخت کې جوړه شوې ده او دغه شان استوپې د ننګرهار او کابل په ولايتونو کې هم شته . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معين دغه راز د دې ترڅنګ چې د دغې استوپې د کيندنې او ترميمولو په کارکې د دغې پروژې د انجنيرانو د پاملرنې غوښتنه وکړه، د هغې د کار په ګړنديتوب يې هم ټينګار وکړ او لازمې سلامشورې يې ورکړې. د (فرهنګي ميراثونو د ساتنې د مشورتي موسسې) ″اچکو″ د استازي انجنير حبيب د څرګندونوله مخې؛ د دغې پروژې د کار لومړۍ برخه په ٢٠١٧ ميلادي کال کې پيل شوه او د همدې کال تر پاى پورې يې دوام وکړ او د دغې پروژې د کار دويمه برخه د ٢٠١٨ ميلادي کال له لومړيو وختونو څخه پيل او تر اوسه پورې دوام لري او تر اوسه پورې د دغې پروژې کار په سلوکې څه ناڅه څلويښت پرمخ تللى دى. د پروان ولايت د توپ درې د استوپې د ترميمولو او د کيندنو د پروژې کار د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د تاريخي آبداتو د ساتنې او ترميمولو د انجنيرانو او د دغه وزارت د لرغونپوهنې رياست د لرغونپوهانو له خوا د ″اچکو″ موسسې په همکارۍ پرمخ وړل کيږي. پاى \ ج \ ذ

Leave a comment

Make sure you enter the (*) required information where indicated.
Basic HTML code is allowed.